Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېښنايي تذکرو کې د قومونو د نومونو لیکو په اعتراض کې لاریون

ځينو هېوادوالو په برېښنايي تذکرو کې د ۷۲ قومونو د نومونو پر لیکو له نیوکې سره د ملي شورا د ودانۍ په وړاندې په لاریون لاس پورې کړ.  

دوی حکومت په ځانګړې توګه د احصایې او معلوماتو ملي اداره په نفاق اچونې تورن وي او ګواښ کوي چې حکومت باید خپل دا دریځ بدل کړي.  
   
معترض فرزاد مجیدپور وویل:«محترم پښتون قوم چې د دغه هېواد عزیزان دي احمدزی، لودین او نور یې هېڅ نه دي وېشلي خو د افغانستان په نورو قومونو لکه تاجیک، اوزبیک او هزاره لکه په بدخشان کې یفتلي تاجیک دي تقسیم کړي یې دي.» 

معترضان وایي چې تر اوسه د برېښنایي تذکرو هغه ناندرۍ لا حل شوې نه دي چې څو کاله وړاندې پېل شوې وې؛ خو حکومت په برېښنایي تذکرو کې د هېواد د قومونو په توګه د ۷۲ نومونو په لیکولو سره نوی جنجال رامنځته کړی دی.
            
معترض عین الدین بیک وايي:«هدف یې دا دی چې څه ډول وکړای شي یو قوم اکثریت وښيي او غواړي چې نور قومونه کوچیني وښيي.»

ولسي جرګه هم د دوشنبې ورځې په غونډه کې پر دې موضوع وغږېده او د جرګې د رییس په ګډون ځينو استازو د حکومت پر دې پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
     
د ولسي جرګې غړی عبدالعزیز حکیمي څرګندوي:«د احصایې د ملي ادارې له خوا په کلیو او سیمو باندې د افغانستان د شریفو اقوامو ناعادلانه وېش، ملي خیانت دی او د زغم وړ نه دی.»

د ولسي جرګې بل غړی نادرخان کټوازی هم وايي:«هر قوم حق لري که چېرې سل او یا زر کوره وي چې په تذکرو کې ولیکل شي.»

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم زیاته کړه:«د افغانستان د قومونو ترمنځ یووالی او اتفاق د نظام له پایښت سره مرسته کوي او له بلې خوا د قومونو ټوټه ټوټه کول هېواد د ملت جوړونې له اصل څخه لېرې کوي. نو د مرکزي احصایې اداره باید پر خپلې پالیسۍ غور وکړي.»

خو د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولان وایي چې د دغې ادارې په پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راغلی؛ ځکه د دوی په وینا دغه پرېکړه له قانون سره په ټکر کې نه ده او دا پرېکړه د کوچنیو قومونو د استازو د غوښتې پر بنسټ شوې ده.

معترضان حکومت په ځانګړې توګه د احصایې او معلوماتو ملي اداره په نفاق اچونې تورن وي او ګواښ کوي چې حکومت باید خپل دا دریځ بدل کړي.  

شریک یي کړئ