Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناپېژانده وسله والو ننګرهار کې درې ته واکسیناتورانې ووژلي

ناپېژانده وسله والو د ننګرلار ولایت په مرکز جلال اباد شهر کې درې تنه واکسیناتورانې هغه مهال په ډزو سره ووژلې چې ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ واکسین په طبیق بوختې وې.
 
په دغې پېښه کې بصیره، سمینه او نګینه وژل شوې دي. د دوی کورنۍ له حکومت نه غواړي چې قاتلین  ونیسي او سزا ورکړي.
 
د پېښې عیني شاهدان وايي چې ناپېژانده وسله والو پر دغو واکسیناتورانو ډزې وکړې او وتښتېدل. 

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې د برید په اړه د امنیتي ادارو څېړنې پیل شوي او د برید کوونکو د موندلو او نیولو هڅې روانې دي. 

په دوی کې نیګینې د میاشتې اوه نیم زره افغانۍ تنخواه او بصیرې او سمینې بیا د ورځې ۳۰۰ افغان مزدوري اخیسته.
 
د ارګ ترڅنګ په کابل کې د امریکا سفیر او د اروپايي ټولنې استازي هم دا برید غندلی او د قاتلانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

شریک یي کړئ