Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: مذاکراتو کې کېدونکې هوکړه باید لویه جرګه تایید کړي

ولسمشر اشرف غني د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې رامنځته شوې هوکړه د لویې جرګې تایید ته اړمنه ګڼي.

د آسیا زړه - استانبول پروسې د کلنۍ غونډې دوهمه او وروستي ورځ د افغانستان او تاجیکستان د ولسمشرانو په ویناوو پیل شوه.

ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل چې له طالبانو سره د سولې هر ډول موافقه باید د لویې جرګې له لوري تایید شي او دا باید داسې یوه موافقه وي چې په افغانستان کې واقعي اوربند ته لار هواره کړي.

افغان ولسمشر په دې هکله وویل:«د سولې ټينګښت، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اصلي محور دی چې نتیجه به یې یوه سیاسي هوکړه وي او هغه به بیا د لویې جرګې له لوري تایید شي. ورسره د ریښتینولۍ د ثابتولو لپاره د اوربند ، نړیوال نظارت او داسې سیمه یزو او نړیوالو اصولي ضمانتونو اړتیا ده چې د افغانستان بیطرفي یقیني کړي. د سولې د ټينګښت د یوه حکومت د جوړېدو لپاره اصول باید د اساسي قانون اډانه وي او د یوه مشخص وخت په ټاکلو سره داسې ولسمشریزو ټاکنو ته لار هواره کړي چې نړیوال پرې څارنه وکړي.»

په دې غونډه کې ولسمشر غني وایي له وخته مخکې ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دی.
 
هغه زیاته کړه:«زموږ اساسي قانون د تعدیل لپاره په ځان کې تګلارې لري او په اساسي قانون کې د هر تعدیل د تطبیق لپاره یو کمېسیون باید جوړ شي. د سولې د ټینګښت حکومت باید د یوه مشخص وخت پربنسټ ماموریت ولري او په نتیجه کې یې داسې ټاکنې وشي چې د دغه بهیر د درېیم پړاو اعتبار او مشروعیت تضمین کړي. زما تر ټولو لوی ویاړ به دا وي چې واک خپل منتخب ځایناستي ته وسپارم؛ نو له همدې امله په نږدې ممکن وخت کې له وخته د مخکې ټاکنو د ترسره کېدو ملاتړ کوم.»

بل خوا د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره اجماع ته رابولي:«د ټولو جګړو پای پخلاینه ده. موږ هم په خپل هېواد کې شپږ زره وسله وال کسان وبښل او په دولت کې مو جذب کړل.»

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو خبره کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر  جواد ظریف وايي:«مهمه ده چې نړیواله ټولنه مراقبت وکړي چې بهرني فعالان د خپل کورني سیاست د موخو لپاره د افغانستان راتلوونکی دې له خطر سره نه مخامخ کوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم څرګنده کړه:«د بهرنیو ځواکونو منظم او مسوولانه وتل، د تاوتریخوالي د کمېدو په هکله ډاډ تر لاسه کول، ژر تر ژره ممکن اوربند، په یوې پایدونکې حل لارې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر بدلېدل او له افغانستانه د نړۍ د مالي ملاتړ دوام اړین دی.»

د آسیا زړه - استانبول پروسې نهمه کلنۍ غونډه په داسې حال کې د ۵۰ هېوادونو او سازمانونو په ګډون جوړه شوه چې ټاکل شوې ده ترکیه د افغان سولې په برخه کې د یوې مهمې غونډې کوربه وي.

ولسمشر غني د اسیا زړه - استانبول پروسې په غونډه کې وویل، دی له وخته مخکې ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دی.

شریک یي کړئ