Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کاپیسا او سرپل کې وسله‌وال بریدونه؛ څلور تنه ووژل شول

د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ د امنیت مدیریت مرستیال یوه وسله‌وال برید کې ژوند بایلود.

د کاپیسا پولیسو ویاند، شایق شورش نن(چهارشنبه د وري په ۱۱مه نېټه) وايي د ناپېژاندو وسله‌والو برید کې د دغه ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ د امنیت مدیریت مرستیال، خواجه عتیق الله ژوند بایلود.

ښاغلی شورش وايي دغه برید کې د ښاغلي عتیق الله د ترور زوی هم وژل شوی دی.

په همدې حال کې د سرپل صیاد ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قومندان، حبیب الله له خپل او یوه سرتېري ماین چاودنه کې ژوند بایلود.

یوه سیمه ییزه سرچینه د نوم نه ښودلو سره وايي چاودنه نن سهار د صیاد ولسوالۍ سردآبه کړلي کې شوې ده.

د دواړو پېښو مسوولیت هم چا نه دی منلی.

د کاپیسا پولیسو ویاند، شایق شورش وايي دغه برید کې د ښاغلي عتیق الله د ترور زوی هم وژل شوی دی.

شریک یي کړئ