بلخ کې نن له غرمې وروسته چاودنې د یوه ماشوم په ګډون د دوو ملکيان ژوند واخیست.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل وايي پېښه بلخ ولسوالۍ کې شوې او ۱۶ کسان یې چې په کې درې د پوځ سرتېري هم شامل دي، ټپيان کړي.
ښاغلی عادل د پېښې څرنګوالي په تړاو وايي په یوې لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.
دی زیاتوي چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.