Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'تېرو درې میاشتو کې هدفي بریدونو کې۱۴ښځينه فعالانې وژل شوې دي'

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د وروستیو هدفي بریدونو کې د شپږو ښځينه فعالانو له وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.

دغه کمېسیون همدارنګه وايي چې د روان زیږدیز کال له پیله تراوسه ۱۴ ښځينه فعالانې په هدفي بریدونو کې وژل شوې دي او ۲۲ تنه نورې پټيانې شوې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نشرانو او عامه اړیکو رییس ذبیح الله فرهنګ دا ډول بریدونه د اندېښنې وړ ګڼي او داسې وايي:«له ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړو چې له خپل نفوسه په دواړو لوریو استفاده وکړي چې د دغو تاوتریخوالو مخه ونیول شي. »   

د هدفي بریدونو په لړ کې تېره ورځ په ننګرهار کې درې واکسیناټوارنې ترور کړل شوې او مړي یې نن خاورو ته وسپارل شول.

د بصیرې لپاره د دوعا مراسم نن په جلال آباد ښار کې ترسره شول. هغه له دوو نورو ښځو سره د سې شنبې په ورځ، ماشومانو ته د ګوزڼ پر ضد د واکسینو د لګولو په مهال ووژل شوه.

د دین عالم سمیع الله وویل:«نه د کفر په قانون کې دي او نه هم د انسان په قانون کې چې پر ښځو ټوپ پورته کړئ او هغه ووژنئ.»

د بصیرې د تره زوی برهان الدین نظامي هم څرګندوي:«تراوسه موږ خبر نه یوو چې دا پېښه کومې ډلې کړې دي؟ ایا طالبانو کړې یا داعش یا کومې بلې ډلې.»

تر دوی مخکې، د انعکاس ټلوېزیون درې کارکوونکې او یوه ډاکټره هم په جلال اباد ښار کې په ورته ډول ترور شوې دي.

د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل وايي:«قاتلان پيدا کوم... وینئ چې نن دلته ځينې قومندانان او مشران نشته. ما ورته وویل چې ولاړ شې قاتلین راولې او یا د هغوی سرونه راوړئ.»

د هېواد د ۳۴ ولایتونو پر تله په ننګرهار او کابل کې د عامه خدمتونو د ټیټې کچې تر ټولو زیاتې کارکوونکې ترور شوې چې د ډېرو مسوولیت یې هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.

د ولسي جرګې غړې انیسه عمراني په دې هکله داسې وايي:«دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار کې داسې دردونکې پېښه کېږي.» 

د افغانستان امنیتي ادارې د هدفي وژنو پړه پر طالبان اچوي؛ خو طالبان دغه تورونه نه مني.

شریک یي کړئ