وروستي خبرونه
Thumbnail

د خلکو استازي: امنیتي بنسټونو کې بدلونونه سیاسي او د پوښتنې وړ دي

له کورنیو چارو وزارت څخه د مسعود اندرابي د ګوښه کېدو، د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه د ضیا یاسین ګومارل او په نورو بنسټونو کې بدلونونو په لړ کې، د ولسي جرګې ځينې غړي او همدارنګه پخواني پوځيان وايی چې دغه بدلونونه سیاسي او د پوښتنې وړ دي.

ځینې وکیلان له دغې جرګې د باور د رایې له اخیستو څلور میاشتې وروسته، د کورنیو چارو د مخکیني وزیر مسعود اندرابي ګوښه کېدل د پوښتنې وړ خبره بولي.

د ولسي جرګې غړې شاه کل رضایي په دې هکله وايي:«د کورنیو چارو وزیر د لېرې کېدو په هکله خلکو ته ځواب نه دی ورکړل شوی چې په کوم دلیل لېرې کړل شوی دی.»

د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه د یاسین ضیا، د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه د ایوب سالنګي او د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال په توګه د خوشحال سعادت ګومارنه، په امنیتي ادارو کې هغه نورې تازه مقررۍ دي چې وکیلانو ورته د جرګې د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې غبرګون وښود.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون رییس میرحیدر افضلي څرګنده کړه:«د دې ښودنه کوي چې دغه ګومارنې د وړتیا له مخې نه دي.»

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل هم په دې هکله داسې وايي:«یو کس ګومارې درې ورځې تېرې نه وي چې هغه لېرې کوې، بیا بل کس ګومارې! دا نه په اصولو کې دي او نه هم په قانون کې.» 

د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایي دغه تازه ګوښه کوونې او ګمارنې د سیاسي انګیزې له مخې شوي دي. شک یې دا دی چې ولسمشر ګواکې له وخته د مخکې ټاکنو د احتمال له مخې د مهمو امنیتي ادارو د واک د کابو کولو تکل لري.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی مهدي راسخ وویل:«ولسمشر په دغه وصعیت کې لاره ورکړی دی. غواړي چې د سیاسي مسایلو لپاره امنیتي ارګانونو ته په مستقیمه توګه لاسرسۍ ولري.»

خلک هم دغو مقرریو ته په شک ګوري او تیرو تجروبو ته په کتو ترې د نتیجې تمه نه لري. 

د میدان وردګو اوسېدونکی جاوېد وايي:«تراوسه چې کوم بدلونونه راغلي دي د وړتیا له مخې نه وو. ټول د اړیکو پر بنسټ وو او له همدې امله زموږ د هېواد وضعیت خراب دی.»

خو حکومت وايي چې په امنیتي بنسټونو کې ادلون بدلون یو اصل دی او دا کار د اصلاحاتو د راوستو لپاره شوی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال څرګندوي:«ولسمشر د دې لپاره چې وضعیت ښه شي دغه ګومارنې یې کړې دي او هېڅ کوم سیاسي بحث موجود نه دی.»

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي توافق پر بنسټ، د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي عبدالله په برخه کې راځي. اوس داسې راپورونه هم شته چې وایي د هغه په برخه کې د کورنیو چارو وزارت په بدل کې د یوه بل کلیدي وزارت د شاملولو پر سر خبرې روانې دي. 

په څوو مهمو امنیتي ادارو کې وروستیو ناڅاپي بدلونونو د ولسي جرګې نیوکې راپارولي دي.

شریک یي کړئ