نن سهار د ننګرهار په جلال اباد ښار کې یوې پولیسې د ناپېژانده وسله والو برید کې ژوند بایلود.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند، فرید خان پېښه تاییدوي او وايي وژل شوې پولیسه بسینه نومیږي او کابو پنځلس کاله یې په پولیسو کې کار کړی و.
ښاغلي فرید خان وايي، پر یاده پولیسې نن سهار ۷:۳۰ دقیقې کله چې امینه قومندانۍ ته پر لاره وه.
د امنیه قومندانۍ ویاند پر اغلې بسینې د ښار درېیمې ناحیې پارک صحت عامې سیمه کې برید شوی او روغتون کې یې ساه ورکړې ده.
دی همداراز وايي د پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي او په خپلې کړنې یې اعتراف هم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د ننګرلار ولایت په مرکز جلال اباد شهر کې درې تنه واکسیناتورانې هغه مهال په ډزو سره ووژلې چې ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ واکسین په طبیق بوختې وې.
په دغې پېښه کې بصیره، سمینه او نګینه ووژل شوې.
د پېښې عیني شاهدان وايي چې ناپېژانده وسله والو پر دغو واکسیناتورانو ډزې وکړې او وتښتېدل.
په دوی کې نیګینې د میاشتې اوه نیم زره افغانۍ تنخواه او بصیرې او سمینې بیا د ورځې ۳۰۰ افغان مزدوري اخیسته.
په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د وروستیو هدفي بریدونو کې د شپږو ښځينه فعالانو له وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.
دغه کمېسیون همدارنګه تېره ورځ وویل چې د روان زیږدیز کال له پیله تراوسه ۱۴ ښځينه فعالانې په هدفي بریدونو کې وژل شوې دي او ۲۲ تنه نورې پټيانې شوې دي.
تر دوی مخکې، د انعکاس ټلوېزیون درې کارکوونکې او یوه ډاکټره هم په جلال اباد ښار کې په ورته ډول ترور شوې دي.
د هېواد د ۳۴ ولایتونو پر تله په ننګرهار او کابل کې د عامه خدمتونو د ټیټې کچې تر ټولو زیاتې کارکوونکې ترور شوې چې د ډېرو مسوولیت یې هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.
د افغانستان امنیتي ادارې د هدفي وژنو پړه پر طالبان اچوي، خو طالبان دغه تورونه نه مني.