Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې چاودنې پنځه تنه ولسي وګړي ووژل

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه او کندهار د لویې لارې په چهار ګل پمپ سیمه کې د ولسي وګړو پر موټر ماین چاودنې پنځه تنه ولسي وګړي وژلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د دغې پېښې پخلی کوي او وايي چې یاده پېښه کې نن سهار د هلمند مرکز پورې اړوند سیمه کې رامنځته شوې او په دغې پېښه کې پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

بلخوا په هرات کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې اوه تنه ولسي ګړي ټپيان کړي دي.

د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وايي چې دغه چاودنه د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ولسي وګړو یو فلان کوچ ډوله موټر د سړک غاړې ته پر ماین برابرشو.

د هغه په وینا د دغې پېښې ټول قربانیان ښځې دي.

تراوسه د دغو دوو پېښو مسوولیت چا نه د منلی.

ورته مهال امنیتي سرچینې وايی چې د بغلان ولایت د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان شریف الله خوستی، تېره شپه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د هغوی په وینا، دغه نښته په پلخمري ښار کې رامنځته شوې وه.

په دغې نښته کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو د احتمالي مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویل شوي.

هلمند کې چاودنې پنځه تنه ولسي وګړي ووژل

امنیتي سرچینې وايی چې د بغلان ولایت د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان شریف الله خوستی، تېره شپه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

شریک یي کړئ