Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حزب اسلامي د پلویانو لاریون؛ ارګ مېشتي دې له واکه لېرې کړل شي

د حزب اسلامي پلویانو یوځل بیا په کابل کې په لاریون لاس پورې کړ او له واکه د ارګ مېشتو د لېرې کېدو غوښتنه یې وکړه.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اندېښنه کې وايي چې ارګ مېشتي د سولې بهیر ته د زیان رسولو په هڅه کې دي او باید له خپل واکه څنډې ته شي.

ښاغلی حکمتیار ټينګار کوي چې د اعتراضي خوځښتونو له ترسراوي سره هڅه کوي چې د اوسني نظام د بدلون لپاره غوښتنې د استانبول غونډه کې بهرنیو او کورنیو لوریو ته ورسوي.

د حزب اسلامي مشر هم د خپلو پلویانو په منځ کې حضور پیدا کړ؛ خو خپله وینا یې په یوې زغروالې (زرهي) کوټه کې پیل کړه. په داسې حال کې چې هغه په خپله وینا کې وايي پلویان یې کولای شي د پلازمېنې امنیت ټينګ کړي:«په دغه لاریون سره غواړو چې په حکومت فشار راوړو او دا پیغام ټولو بهرنیو او کورنیو لورو ته واستوو چې زموږ ملت له دغه حکومته ستومانه شوی دی او په بیړه د هغه د بدلون غوښتونکي دي.»

حکمتیار زیاته کړه:«د ملت غوښتنې ته تسلیم شئ، له شرارت څخه لاس واخلئ او نوي او د ټولو تایید وړ حکومت ته د واک لپاره ټول چمتو شي.»

د حزب اسلامي پلویانو دوه اوونۍ مخکې هم په کابل کې د حکومت پر ضد لاریون کړی و.

دوی وايي چې ورځ تر بلې د ناامنیو، هدفي وژنو او ګډوډيو له زیاتوالي ستومانه شوي او د دغه وضعیت دوام ورته نور د منلو وړ نه دی.

د حزب اسلامي لوړپوړی غړی امین کریم وویل:«ښه ده چې دوی له عزت او پت سره پرېږدي چې دغه ملت سولې ته ورسېږي.»

د دوحې د هوکړې پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو مسوولانه وتل، د اوسني حکومت لېرې کېدل، د هدفي وژنو درېدل، د ملي عوایدو حیف و میل کېدو مخنیوی د حزب اسلامي له بنسټيزو غوښتنو دي.

خو ځينې هېوادوال په دې هکله ځينې لیدلوري لري.

د کابل اوسېدونکی عبدال جان وايي:«که چېرې حزب اسلامي کومه بدیله طرحه یا بدیل نظام لري وړاندې دې کړي، تل د نظام په هڅه کې دی.»

حکومت د حزب اسلامي د مشر د دغو څرګندونو په اړه څه نه وايي؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ له دې مخکې د ولسمشر د لېرې کېدو په هکله ویلي و، چې واک به د ټاکنو له خوا ولېږدول شي.
 
شریک یي کړئ