Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د عملیاتو دوام؛ ۳۷ طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې وايي چې تېره ورځ د کندهار په ارغنداب او ژېرۍ ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په لړ کې ۳۷ طالبان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د دغو عملیاتو په لړ کې ۲۸ طالبان هم ټپي شوي دي او ۹۰ عراده موټرسایکلونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه کاږي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو ډېر شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي او د تابین کلی د طالبانو له شتونه په بشپړه توګه پاک شوی او هغه درې پلچکونه چې په دغه کلي کې ویجاړ کړل شوي وو، بېرته ورغول شول او د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شول.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

تېره ورځ د کندهار ځايي چارواکو وویل چې د ارغنداب ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو څخه بېرته ونیول شوه.

کندهار ښار ته نږدې د ارغنداب ولسوالۍ چې څو میاشتې په پرله پسې توګه د سختو جګړو شاهده وه. د دغه ولسوالۍ ډېری سیمې پرله پسې څو میاشتي د طالبانو په ولکه کې وې.

نظرعلي عملیاتي قومندان په دې هکله وایي:«د ارغنداب وضیعت خو تاسې وینئ چې نورمال دی. یو طالب نشته په دې ټوله منطقه کې انشاالله عملیات ښه پرمخ روان دي، او طالبان وتلي دي زیاتره نشته. تاسو يي وینئ چې د دوی وسایل او جسدونه دلته پاته دي.»

د کندهار په سختو جګړو کې د خلکو سلګونه کورونه او دا شان د لارو په اوږدو کې پلونه او پلچکونه هم ویجاړ شوي دي. په دغې ولسوالۍ کې په عملیاتو بوخت سرتېري خښ شوي ماینونه هم لویه ستونزه بولي.

بل خوا طالبانو هم په یوه تازه اعلامیه کې د افغان حکومت له لوري د کندهار په ارغنداب او د بدخشان په نسي درواز ولسوالیو کې روانو عملیاتو ته توند غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې که دغه عملیات بند نشي نو دوی به هم ورته خوځښتونه پیل کړي.

همدارنګه ویل شوي چې د دغو عملیاتو په لړ کې ۲۸ طالبان هم ټپي شوي دي.

شریک یي کړئ