Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیه کې د کېدونکې غونډې د اجنډا په هکله دوحه کې شپږ اړخیزې ناستې

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي نن (دوشنبې د وري په ۱۶مه) وايي چې په تېرو څو ورځو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې په ترکیه کې د کېدونکې غونډې د اجنډا په هکله شپږ اړخیزې ناستې شوې دي او د دغې غونډې د منځپانګې په هکله هم ځينې پرېکړې شوې دي. 

بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې تراوسه هم د ترکیې په غونډه کې د جمهوریت په استازیتوب د ۱۲ تر ۱۵ استازو د ګډون په هکله بحث کېږي او په اړه لاهم سلامشورې روانې دي.

تمه ده چې په راروانو اوونیو کې ترکیه د افغان سولې په تړاو د یوې داسې غونډې کوربه توب وکړي چې پرېکړې به یې د افغانستان د راتلونکي لپاره خورا مهمې وي.

د همدغې غونډې پر اجندا د سلا کېدو لپاره له یوې اوونۍ راهیسې په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت، طالبانو، ملګرو ملتونو، امریکا او قطر د استازو غونډې هم روانې دي.
  
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي:«د بحثونو د منځپانګې، اصولو او ارزښتونو په هکله چې ترکیې کې پرې بحث وشي د هغو هېوادونو او بنسټونو له هغږۍ سره چې دلته دي، چمتووالی نیول شوی دی.»

ورته مهال په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر عبدالسلام ضعیف وايي که چېرې د ترکیې له غونډې مخکې، لوري په دوحه کې یوه ټولیز تفاهم ته ونه رسېږي، د ترکیې غونډه به یوازې یوه عادي ناسته وي.

هغه زیاتوي:«که دې دوحې له مذاکراتو څخه یو څه نتیجه راووځي او هغوی (د مذاکرې لوري) یې تایید کړي. خو که نتیجه را ونه وځي؛ نو بیا به یو عادي کنفرانس وي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا تمه لري چې په ترکیه کې کېدونکې غونډه به یوه نوي او بریالي پړاو ته د افغانستان د ننوتو، پر اوربند د سلاکېدو او له اوسني کړکېچ نه د هېواد وتلو ته لار هواره کړي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا سلاکار مجیب الرحمان رحیمي څرګندوي:«د پلاوي ترکیب د هغو سترو پرېکړو ته په پام کې نیولو سره چې کېږي، تمه ده چې محدو وي، له ۱۲ تر ۱۵ عددو نوم اخیستل کېږي، خو تراوسه د شمېر په هکله وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.»

په همدې لړ کې د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتلي دي.

په قطر کې د روانو شپږ اړخیزو غونډو  نتیجه د ترکیې د جوړېدونکې غونډې د بري لپاره مهمه بلل کېږي.

شریک یي کړئ