Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پغمان کې د امنیتي ځواکونو پر موټر برید؛ یو پولیس سرتېری وژل شوی

د کابل پولیس په یوې خبرپاڼه کې د دې پخلی کوي چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر موټر د ناپېژانده وسله والو د ډزو په ترڅ کې یو پولیس سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پېښه نن سهار ۸:۵۰ دقیقې د پغمان ولسوالۍ په اړوند چوک ارغندې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژانده وسله والو د امنیتي ځواکونو پر رنجر موټر ډزې وکړې.

خبرپاڼه کاږي چې پولیسو په دې هکله خپلې پلټنې پیل کړې دي.

له دې مخکې یوې سرچینې طلوع نیوز ته وویل چې دغه موټر د میدان وردګو د امنیه قومندانۍ پورې اړوند دی.

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه رنجر موټر د برید په ترڅ کې یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

شریک یي کړئ