Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو یو پخوانی چارواکی د کندهار د حج او اوقافو رییس ټاکل شوی

یو پخوانۍ طالب چارواکی چي پنځه کاله وړاندي د سولې له بهیر سره یوځای شوی د کندهار د حج اوقافو رییس ټاکل شوی دی.

 مولوي منظور احمد حسیني د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بادغیس د امنیه قومندان، د سوېل لوېدیځې حوزي د نظامي کمېسیون د رییس او د اولمپیک د رییس په توګه دندي تر سره کړيې دي.

هغه د طالبانو د تحریک د  مخکښو یا لومړني نسل د کسانو له ډلې دی چې له طالب مشرانو سره يې نږدې اړیکې لرلې.

د کندهار د حج او اوقافو ریيس مولوي منظور احمد حسیني وویل:«نو دا خو د هر سړي خپل فکر دی خپل يې سوچ دی، ما ته نور خپله دغسي ژوند چې موږ د بل په ملک کې کاوه او هغه ژوند مې داسې پوره ازاد هم نه و، او نه مې د کورنۍ ازاد ژوند و هغه ستونزې چې پر موږ تېرې شوې دي او دغه حالت چې ما ولیدل او زموږ ښه ښه مشران په محبسونو کې له منځه ولاړه او یاهم نظر بنده وه، او یاهم ووژل شوه، او دغه جنګ چې ما ولیدی او جنجال چې مې ولید ما دا د ځان لپاره په خیر وبلل چې زه نور ولاړ شم خپل وطن ته.»

د طالبانو دغه پخوانی چارواکی وایي، د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته یې بېرته پر پښو د تحریک د ودرېدو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د سفرونو په ګډون ګڼې منډې ترړې کړې دي؛ خو له طالبانو د جلا کېدو اصلي لامل د طالبانو خپل منځي مخالفتونه یادوي.
  
هغه زیاتوي:«ما چي وکتل د دې سیمې او د دې خاوړې د دې د ټوپک څخه بد راځي، ټوپک که د احمد پر اوږه دی که د محمود پر اوږه دی د دې خلګو د باروتو له بوی څخه لا بد راځي. تاسو دا ولس وپوښتئ د دې خلګو څه حال دی حتا د مرغانو لا د باروتو له بوی څخه بد راځي. نو ما دا پرېکړه وکړه او د دی وس او توان لرم چي جګړه مې پرېښوده او غواړم اوس له دې لارې څخه خپلو خلکو ته خدمت وکړم.»
 
 په کندهار کې ځایي چارواکي تمه لري چې د دغه ولایت د حج او اوقافو د ریاست پر څوکۍ به د مولوي حسیني ګومارنه د سولې لپاره د باور په جوړولو کې مرسته وکړي.
 
د کندهار د والي مرستیال فیصل شیرزی څرګندوي:«حکومت دا ژمنه کوي هغه کسان چې د سولې له پروسې سره یوځای کېږي، د هغوی لپاره ان شاالله کومه ستونزه نشته او د دوی لپاره د کار کولو زمینه برابره و. او غواړو په ګډه حکومت سره وکړو،او پر ټولو مو دا غږ دی چې راشئ او له جګړې لاس واخلئ.»

دیني عالم مولوي احمد هم زیاته کړه:«په جنګ، جګړه، ولس وژنه او تباهۍ باندې هېڅکله هېڅ کار پر مخ نه ځي او مولوي صاحب منظور احمد همدا درک کړې ده او اوس دا دی راغلی دی خپل دیني عالمانو ته خدمت کوي.»

مولوي منظور احمد له تېرو پنځه کلنو راپدېخوا له خپلې کورنۍ سره په کندهار کې اوسېږي. دی وایي نور د جګړو وخت تېر شوی دی او ټول باید په ګډه د سولې لپاره کار وکړي.

مولوي منظور احمد حسیني له مدرسي څخه وسله اخیستي او تر څو کالو مخکي د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کي جنګېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه