Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'ترکیه کې د کېدونکې غونډې اجنډا له مرکچي پلاویو سره شریکه شوې'

په قطر کې سرچینې وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د دواړو لوریو مرکچي پلاویو ته هغه لیک چې په هغه کې د ترکیې کېدونکې غونډې اجنډا مشخص شوې ده، سپارلی دی.

سرچینې ټينګار کوي چې د افغانستان د سیاسي کړکېچ د ژر تر ژره حل لپاره سیاسي اجماع، د ګډ حکومت جوړېدل او د ملي او نړیوالې اجماع رامنځته کول د ترکیې غونډې د اجنډا له مهمو موضوعګانو څخه وي.

بلخوا د جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي، د ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر له استازو سره په دوحه کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د ترکیې د غونډې پر اجندا د سلا کېدو لپاره بحثونه کوي؛ خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.
 
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې هکله وايي:«د ډاکټر صاحب خلیل زاد په مشرۍ کوښښونه روان کړي دي چې سیمه ییزه، نړیواله او په کابل کې په کور دننه اجماع رامنځته کړي، چې د ترکیې غونډه د افغانستان د کشالې د حل کوونکې او برخلیک ټاکونکې غونډې په توګه واوسي.»

ها خوا په دوحه کې د دواړو غاړو پلاوي په رسمي توګه دا خبره نه مني چې امریکا ګواکې د ترکیې د غونډې اجنډا ورکړې ده. خو وایي چې د اجنډا د توحید لپاره یې لا هم غونډې روانې دي.
                
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وویل:«د ترکیې کنفرانس د اجنډا او د لیدلورو د نږدې والي په هکله د دواړو پلاویو او د همدارنګه د دواړو لوریو د تماس له ډلې سره د ملګرو ملتونو سازمان، ملاتړو او جوړونکو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې دوام لري.»

د هېواد د استخباراتو پخواني چارواکي رحمت الله نبیل انګېرنه دا ده چې د سولې په رابطه د کورنۍ اجماع نشتوالی ګواکې د دې نښه ده چې افغانان په دغه بهیر کې د خپلواکه پرېکړې وس نه لري.
 
ښاغلی نبیل زیاتوي:«دا په خپله د دې ښودنه کوي، کله چې موږ نه شو کولای پر اجنډا سره سلا شو، پر سترو او ملي مسایلو او همدارنګه د استانبول کنفرانس پېچلتیا ښيي.»
                       
ښاغلی نبیل سولې ته د ولسمشر غني طرحه هم مناسبه طرحه نه ګڼي.
                 
د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وویل:«فکر نه کوو چې عملي اړخ ولري. زموږ وضعیت او سیمې ته په پام سره فکر نه کوم چې دا طرحه په استانبول کې د منلو وړ وي.»

په داسې حال کې چې په ترکیه کې د کېدونکې غونډې د جوړېدو کره نېټه لا څرګنده نه ده؛ خو د اپریل ۱۶ مه یې د پرانستو احتمالي نېټه یادېږي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي چې ښایي دوی له خپل لورې دغې غونډې ته له ۱۲ تر ۵۱ پورې استازي ولېږي. خو طالبانو لا تر اوسه په دغه غونډه کې د خپلو استازو د ترکیب په هکله څه نه دي ویلي.

د دواړو غاړو پلاوي په رسمي توګه دا خبره نه مني چې ګواکې امریکا د ترکیې د غونډې اجنډا ورکړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه