Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له پنځو میاشتو وروسته لاهم بلخی ماشوم د تښتوونکو په بند کې دی

۹ کلن بلخی ماشوم عبدالرووف چې څه باندې پنځه میاشتې مخکې مزارشریف ښار کې د تښتوونکو له خوا تښتول شوی، کورنۍ یې وايي چې اوس د دغه ماشوم دوسیه ډېره پېچلې شوې او حکومت هم په دې وروستیو کې د هغه په هکله هېڅ معلومات نه لري.

د عبدالرووف پلار محمد نبي طلوع نیوز ته د هغو دوو تنو انځورونه سپارلي دي چې د زوی پر تښتولو یې ترون دي. او وايي چې دوی د طالبانو له خوا نیول شوي دي. 
 
څه باندې پنځه میاشتې کېږي چې محمد نبي له تښتوونکو د خپل زوی د خوشي کېدو لپاره د حکومت او طالبانو دواړو دروازې ټکوي خو منډو یې لا څه نتیجه نه ده ورکړې.  

د عبدالرووف پلار وایي طالبانو د سید کریم او شاولي په نومونو د دوو هغو کسانو تصویرونه ورلېږلي چې د ده د زوی د تښتولو په شک یې نیولي دي.
 
محمد نبي وايي:«دی (عبدالرووف) یې د طالبانو له سیمې ایستلی و، ځکه چې هلته افشا شوي وو، وایسته د دولت سیمې ته، نور موږ خبر نه یوو چې هغه یې چېرته بیولی دی.»

د عبدالرووف مور وایي چې د زوی له تښتولو یې میاشتې واوښیي او څو ورځې وروسته یې کلیزه هم ده خو لا یې پته نشته چې چېرې او له چا سره دی. 

د تښتول شوي ماشوم مور زهره وویل:«د حکومت لپاره د شرم ځای دی د دغو پنځو میاشتو په لړ کې یو ۹ کلن ماشوم یې پيدا نه شوی کړی.»

عبدالرووف په تېر لړم میاشت کې، په مزارشریف کې ښوونځي ته پر لار وتښتول شو. تښتوونکو یې د خوشي کېدو په بدل کې د هغه له پلار نه دولس لکه ډالرغوښتي دي.

تر اوسه تښتوونکو څو ځله د عبدالروف کورنۍ ته د هغه د شکنجه کېدو ویډیوګانې او له ګواښه ډک پيغامونه لېږلي دي. 

د بلخ والي هم وایي چې دا پېښه ډېره پېچلې ده او د لټون د لسګونه عملیاتو سربېره لا تر اوسه دغه ماشوم نه دی موندل شوی.

د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي څرګندوي:«د عبدالرووف پېښه ډېره پېچل شوې ده او مرکزي ارګانونو په دې برخه کې ډېر کارونه کړي دي او سرنخونه فاریاب ته رسېدلي دي او دا پروسه مرکزي شوې او د بلخ ولایت له دایرې او چوکاټ څخه بهرشوې ده.»

د عبدالرووف د کورنۍ سترګې لا هم حکومت ته دي او تمه یې دا ده چې د هغه د موندلو لپاره هڅې لا پسې پراخه شي. 

د عبدالرووف د پلار په وینا د ماشوم تښتوونکو څلور تنو تورنو طالبانو ته اعتراف کړی دی چې عبدالرووف د څو شپو لپاره په بلخ او دولت اباد ولسوالیو کې ساتل کېده.

شریک یي کړئ