Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رحماني: د چارو ادارې ته د بنسټونو د واک لېږد د قانون پر خلاف دی

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وایي چې د ګڼو حکومتي بڼسټونو صلاحیتونه د چارو ادارې لېږدول شوي دي چې دا کار له قانون سره به ټکر کې دی.

ښاغلی رحماني ټینګار کوي چې حکومت باید د هغو بنسټونو واکونه چې د قانون پربنسټ تعریف شوي دي، چارو ادارې ته ونه لېږدوي.

هغه زیاته کړه:«د ډېریو وزارتونو واکونه د چارو ادارې ته لېږدول شوي دي چې په بشپړه توګه د قانون په خلاف دي.»

ښاغلي رحماني د خپلې ونیا په بله برخه کې پر حکومت نیوکه کوي چې په تېرو څو میاشتو کې په بیا بیا ځلې غوښتنې سره، حکومت ولسي جرګې ته خپل نوي نوماند وزیران معرفي کړي نه دي.

له څو میاشتو راهیسې ولسي جرګه له حکومته غواړي چې، د پوهنې، اطلاعاتو او کلتور، کلیو بیارغونې او پراختیا او ښځو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک ریاست لپاره چې، سرپرستان یې د دغې جرګې له لوري رد شوي، نوي نوماندان معرفي کړي؛ خو حکومت لاتر اوسه دغه کار نه دی کړی.

د ولسي جرګې غړی شاهپور حسن زوی وايي:«ولې تاسې وزیران نه معرفي کوئ؟ باید ژر ترژه معرفی کړئ!»

د ولسي جرګې بل غړی صادق قادري هم وویل:«موږ باید له خپلو پرېکړو دفاع وکړو او هغه تعقیب کړو. له بده مرغه د پارلمان هېڅ ډول پرېکړه حتا ډېرو کوچنیو ریاستونو ته هم د منلو وړ نه ده.»

تر دې مخکې ولسمشر غني د قواو پر تفکیک ټینګار کړی او د حکومت ویاندویانو هم د هغو بنسټونو لپاره چې اوس د سرپرستانو له لوري اداره کېږي په نږدې راتلونکې کې د نویو کسانو د پېژندنې په اړه څرګندونې کړې دي.

 د ولسي جرګې ځينې غړي وایي چې حکومت د سرپرست وزیرانو د کار دوام سره غواړي د ولسي جرګې مقام او ارزښت تر پوښتنې لاندې راولي.

شریک یي کړئ