Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکیې غونډې د هڅو په درشل کې کابل ته د خلیل زاد راتګ

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد کابل ته راغلی او د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د دغې شورا له مشرتابه غړو سره د سولې په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

د عبدالله عبدالله دفتر وایي، د افغان سولې لپاره د استانبول ناستې ته په کتو، کابل ته د ښاغلي خلیل‌زاد سفر به د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې طرحې پر وروستۍ کېدو ځانګړی اغېز ولري.

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه په ارګ کې له ولسمشر غني سره هم لیدلي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې، دواړو لورو د سولې بهیر پر پرمختګونو د ترکیې غونډې د چمتووالي په هکله خبرې اترې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت، د افغان سولې په هکله د ترکیې غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.
 
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد کابل ته په خپل سفر کې له ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

شریک یي کړئ