Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې غونډې په نهه ماده ییزې اجنډا کې کوم ټکي شامل دي؟

طلوع نیوز د ترکیې غونډې د هغې اصول پاڼې (اجنډا) جزییاتو ته لاسرسی موندلی چې د امریکا، قطر، ترکیې او ملګرو ملتونو سازمان له له خوا د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو ته سپارل شوې ده.

دا اصول پاڼه چې نهه مادې لري، ټاکل شوې ده. د هغه په هکله د سولې افغاني لوري د ترکیې له غونډې مخکې خپل لیدلوري یو کړي او په دغې غونډه کې د هغه په هکله هوکړه رامنځته شي.

دایمي اوربند، ګډو کارونو ترسره کول، سیاسي مشارکت، د انتقالي حکومت جوړېدل، د افغانستان د ټولو وګړو د مساوي حقونو خوندیتوب، د اقتصادي پرمختیا پروګرام، د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پالل او د جګړې د نه تکرارېدو  ضمانت د سپارل شوې اصول پاڼې (اجنډا) مهم ټکي دي.  

د اصول پاڼې لنډيز

۱. دایمي او پراخ اوربند
 
۲.  سولې ته د رسېدو لپاره پر یو بل د تور له لګولو پرته په ګډه کار کول 

۳.   له اسلامي اصولو سره سم سیاسي مشارکت 

۴.   د انتقالي ادارې جوړېدل

۵.   له هر ډول تبعض پرته د ټولو هېوادوالو مساوي حقونه 

۶.  د ټولو افغانانو له بشري حقونو ملاتړ او په واقعي توګه د یوبل ترڅنګ د ژوند  کولو هڅې 

۷. د متوازنې اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په پام کې نیول او په هېواد کې د بشرپالو چارو کارکوونکو ته د فعالیت د اجازې ورکړه 

۸. د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د دوستانه اړیکو ساتل، نورو هېوادونو ته د ګواښ په سرچینې د افغانستان نه بدلیدل او د بهرنیو مداخلو پر وړاندې د افغانستان ساتنه 

۹.  د اسلام دین، تاریخ او د خلکو دودونه د افغانستان د ملي یووالي بنسټ دی د سیمې هېوادونونه او ګاونډیان دې افغانستان ته د بهرنیو جنګیالیو د راتګ مخه ونیسي، د افغانستان برخلیک او سیاسي راتلونکی باید آزادې او رڼې ټاکنې تضمین کړي او په هېواد کې د کورنیو جګړو د نه کېدو تضمین ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د امریکا، ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر استازو په خپلو کې له دوه اوونیو پرله پسې غونډو وروسته د جمهوریت او طالبانو مرکچیانو ته د غور لپاره د استانبول د غونډې د اجنډا مهم ټکي سپارلي دي. 

د ولسمشر لومړي مرستیال امراالله صالح چې نن په یوې غونډه کې وینا کوله وویل چې ټاکل شوې د ترکیې غونډې د روانې اوونۍ په لړ کې جوړه شي.
 
له دې سره هم مهاله د ترکیې غونډې ته د افغانستان له لورې د سولې لپاره وړاندې کېدونکې طرحې د مسودې کار د ملي روغې جوړې د عالي شورا د کمېټې له لورې پای ته رسېدلی دی او ټاکل شوې ده چې سبا په دې تړاو وروستۍ پرېکړه وشي.

د دغو هڅو په درشل کې دا دویمه ورځ ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له سیاسي څېرو سره ولیدل.

په ارګ کې سرچینې وایي چې ښاغلي خلیل زاد له ولسمشر غني سره د دغې غونډې اجنډا شریکه کړې ده. بل خوا ټولو لوریو هم په  ترکیه کې په کېدونکې غونډه کې د ګډون تابیا نیولې ده. خو طالبان وایي چې تر اوسه یې په دغې غونډه کې د ګډون لپاره د مشرتابه پرېکړې وروستۍ شوې نه دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې دغې ډلې له مې میاشتې وروسته په افغانستان کې له  ۴۵ تر ۹۰ ورځو د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو په بدل کې د خپلو ۷ زره بندیانو د خوشي کېدو او دغه راز د ملګرو ملتونو له تورنوملړ نه د خپلو مشرانو د نومونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ