Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له امریکا سره تر هوکړې وروسته د طالبانو بریدونو کې زیاتوالی راغلی

د څارګرې ملي ادارې عمومي مشر وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته د دغې ډلې په بریدونو کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

احمد ضیا سراج چې نن د ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو په کمېسیون کې خبرې کولې زیاته کړه چې، طالبانو د تېر کال له وري میاشتې تر اوسه، ۲۰ زره او ۶۰۰ بریدونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، طالبانو په خپله تګلاره او افکارو کې څه بدلون نه دی راوستی او همداراز یې په ډاګه کړه چې د ترکیې غونډه به هم مطلوبه پایله ونه لري:«له یوه کال - ۱۳۹۹ کال له وري تراوسه - طالبانو په ټول هېواد کې څه باندې ۲۰ زره او ۶۰۰ بریدونه کړي دي.»

هغه زیاته کړه:«زموږ له اطلاعاتو زموږ اخیستون دا دی چې طالب هېڅ بدلون نه دی کړی. د ترکیې غونډه به ښايي د مسکو د غونډې په څېر یوه هغه وي چې یو شمېر سره راټول شي او بېرته ولاړ شي.»

د ملي امنیت رییس ترڅنګ، د کورنیوچارو وزارت سرپرست او د ملي دفاع وزارت دغه چارواکی د نا امنیو د زیاتېدو له امله د ولسي جرګې د کورنیو چارو، ملي امنیت او دفاعي چارو کمېسیونونو ته ورغوښتل شوي وو.
   
د ولسي جرګې د کورني امنیت رییس خان آقا رضايي وايي:«طالب یوه ادعا کوي او حکومت هم بله؛ موږ نه پوهېږو چې کوم یو واقعیت لري.»
   
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی مهدي راسخ هم څرګندوي:«امنیتي چارواکو! ایا خبر لرئ چې طالبان په کابل کې له خلکو عشر اخلي؟»

د ملي امنیت رییس وایي چې طالبانو له امریکا سره د سولې تر موافقې وروسته تاوتریخوالی زیات کړی او خلک دې ته مجبور وي چې دوی ته عشر ورکړی او یا هم د جګړې لپاره ورته خپل زامن معرفي کړي.

ښاغلی سراج زیاتوي چې په وروستي یوه کال کې ۴۵۰۰ طالبان او داعشیان نیول شوي دي چې ۲۲۱ تنو یې په هدفي وژنو او د ماینونو په اېښودو کې لاس درلود او دا راز یې ۱۵۰۰ تنو نور په پلان شویو جرمونو کې لاس درلود.

د ملي امنیت رییس په بلخ کې د عبدالرووف نومي ماشوم د تښتول کېدو د پېښې په تړاو د ۱۴۰ تنو د نیول کېدو خبره کوي او وایي چې دغه ماشوم د یوې داسې خطرناکې ډلې له لوري تښتول شوی دی چې د طالبانو او داعشیانو له ډلې سره کار کوي.

د ملي امنیت رییس په بلخ کې د عبدالرووف نومي ماشوم د تښتول کېدو د پېښې په تړاو د ۱۴۰ تنو د نیول کېدو خبره کوي.

شریک یي کړئ