Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل زاد له افغان مشرانو سره تر لیدو وروسته له کابله ولاړ

کابل کې د امریکا سفارت نن دوشنبې (د وري په ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له افغان مشرانو سره تر څلورو ورځو لیدو کاتو وروسته له کابله ولاړ.

خبرپاڼه کې زیات شوي دي چې ښاغلي خلیل زاد کابل ته د خپل سفر په لړ کې، له حکومتي چارواکو، سیاسي څېرو او د ځوانانو او ښځو له استازو سره د استانبول غوندې د چمتووالي په هکله سلامشورې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې هغه د خپلو لیدو په لړ کې، ټينګار کړی دی چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د سولې بهیر کې د ښځو او لږکیو بشپړ حضور اړین دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، خلیل زاد د خپلو لیدو کاتو پر مهال د استانبول غونډې د اهمیت په هکله یو «ګډ لید» ترلاسه کړی دی.

تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینو وویل چې خلیل زاد د ترکیې غونډې اجنډا له ولسمشر غني سره شریکه کړې ده او د ترکیې غونډه کې د ګډون لپاره ټولو لوريو چمتووالی نیولی دی؛ خو طالبانو وايي چې تراوسه د ترکیې غونډې د ګډون لپاره د دغې ډلې د مشرتابه پرېکړه وروستۍ شوې نه ده.

شریک یي کړئ