Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات په شینډنډ کې د موټر بم چاودنه؛ دوه سرتېري ټپيان شوي

د هرات والي وحید قتالي نن (دوشنبې د وري په ۲۳مه) وویل چې طالبانو نن سهار د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي پوځ د یوې  پوستې ته څېرمه له چاودېدونکو ټوکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.

ښاغلي قتالي زیاته کړه چې له دغې چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته د څو ساعتونو لپاره دوام درلود.

هغه زیاته کړه چې په دغې پېښه کې د ملي پوځ دوه سرتېري ټپیان شوي دي. خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ولي.  

ورته مهال، د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال عبدالرووف ارغندېوال وايي چې امنیتي ځواکونو د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا له چاودېدونکو توکو څخه ډک یو هاموې موټر موخې ته تر رسېدو مخکې له منځه وړی دی.

هغه زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په شینډنډ ولسوالۍ کې له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او څه باندې لس تنه نور ټپيان دي.

په وروستیو ورځو کې په شینډنډ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو زور اخیستی دی. 

د هرات والي وايي چې د دغه ولایت په سینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو له موټر بم چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ کابو څو ساعته نښتې دوام درلود.

شریک یي کړئ