Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر غني: کابل کې دې دولتي جایدادونو غصب دې پای ته ورسول شي

ولسمشر غني نن دوشنبې (د وري په ۲۳مه) وویل چې په کابل کې د دولتي جایدادونو او عامه ملکیتونو غصب دې پای ته ورسول شي.

ښاغلي غني د ټولګټو وزارت او کابل ښاروالۍ د پراختیايي پروژو په پرانیسغونډه کې وویل چې د دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده او له دې درکه د دولت خزانې ته څه باندې دوه نیم مېلیارد ډالره لوېدلي دي.

ټاکل شوې ده چې دغه پروژې چې د سړکونو، پلونو جوړول په کې شامل دي تر راتلوونکو درې میاشتو په بېلابېلو ولایتونو کې عملي شي.
 
د دغو پروژو ارزښت چې په دې غونډه کې پرانستل شوې، څه باندې ۲۱ مېلیارده ۷۰۰ مېلیون افغانیو ته رسېږي.

ولسمشر محمد  اشرف غني په دې هکله وايي:«سوله زموږ راتلوونکې ده، یو فرصت دی، خو زموږ دنده دا ده چې د ورځې په خپلو کارونو کې بې پروايي ونه کړو.»

ولسمشر خبرداری ورکوي چې که د ټولګټو وزارت د پراختیايي پروژو د لاس په لاس کېدو مخه ونیول شي؛ نور خصوصي سکټور ته د دغو پروژو تړونونه نه سپارل کېږي.

ولسمشر ټینګار کوی چې د کابل ټولې برخې او ولسوالۍ باید په متوازنه توګه پراختیا ومومي.

هغه څرګنده کړه:«هغه پروژې چې پرانیستې ته چمتو دي د ۲۲ کیلو مټرو په اوږدوالي د کابل حلقوي سړک، ۲۰ پایې پل چکونه، له کامیې تر بر کاشکوټ ولسوالۍ، د کوز کونړ دولس کیلومټره، د ده سلاح سړک د بغلان تر شاه شان پورې ۳۳ کیلومټره.»
 
ولسمشر غني وايي چې د دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده او له دې درکه د دولت خزانې ته څه باندې دوه نیم مېلیارد ډالره لوېدلي دي.

شریک یي کړئ