Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د استانبول غونډې د پلاوي پر ټول ګډونوالي د یونس قانوني ټینګار

محمد یونس قانوني وايي داسې معلومات یې ترلاسه کړي دي چې د ترکیې په کېدونکې غونډه کې د جمهوریت په استازیتوب داسې پلاوی ګډون کوي چې ټول ګډونه نه دی او تر ډېره بریده د حکومت کسان دي.

ښاغلي قانوني دا پلاوی بې واکه ګڼي او ګواښ کوی چې د حکومت دا کار به د ترکیې غونډې د ناکامۍ لامل شي.

یونس قانوني دغه څرګندوي، د افغانستان پخوانیو سیاسي او جهادي څېرو په یوې غونډه کې وکړې چې په هغې کې د افغانستان پر سولې بهیر بحث وشو. چې د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه په ګوته کړي.

 ښاغلی قانوني یو له دغو خنډونو د هغه پلاوي ترکیب ګڼي چې په وینا یې ټاکل شوې ده، د جمهوریت په استازیتوب د ترکیې په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني وویل:«که خدای مه کړه دا هیت یوازې او یوازې د حکومت کسان وي، د سیاسیونو، مطرحه شخصیتونو، د ولس، د ښځو او نارینه استازي په کې نه وي د مدني ټولنې خلک او استازي په کې نه وي او هلته ولاړ شي. او څوک ووغواړي چې خدای مه کړه دغه بهیر ناکام شي له هغې وروسته په افغانستان کې څه کېږي؟ جګړه حتمي ده.»

افغان حکومت نه حاضرېږي چې د دغه پلاوي د ترکیب او جوړښت په تړاو جزییات ورکړي.

د کابل اوسېدونکی سید علي شاه وايي:«له ښاغلي اشرف غني او عبدالله عبدالله او نور مشرانو څخه هیله من یوو چې سره یوې هوکړې ته ورسېږي او یوه سوله پلان کړي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي.»

د کابل بل اوسېدونکی نجیب الله سلطاني هم وايي:«له ټولو مشرانو سره جوړ جاړی وکړئ او یو منسجمه پلاوی واستوئ چې جګړه پای ته ورسېږي او د خلکو بدبختۍ پای ته ورسږي.»

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال د طالبانو د بندیانو له خوشي کېدو سره خپل مخالفت اعلان کړی و، خو د پاکستان په چارو کې د ولسمشر استازی د دغو بندیانو پر خوشي کېدو ټينګار کوي.
       
د افغانستان په چارو کې د ولسمشر استازی محمد عمر داوودزی څرګندوي:«ولې باید انتظار وباسو چې سبا بیا امریکایان او طالبان چېرته کېني او چېرته تفاهم وکړي او بیا راشي موږ ته ووايي چې موږ خو ولا فیصله کړې داسې دا بندیان ازاد کړئ، دا خو مو ولیدل، دا اشتباهات مو وکړل ولې بیا دا اشتباهات تکرار کړو. راځئ له همدا نن نه یې خوشې کړئ.»

که څه هم طالبانو د اپریل په  شپاړسمه د ترکیې په کنفرانس کې خپل ګډون رد کړی دی؛ خو د دې غونډې پر وړاندې د پرتو  خنډونو د لېرې کولو لپاره هڅې روانې دي.
             
د نور په مشرۍ د اسلامي جمعیت رییس عطا محمد نور وايي:«هیله لرو چې په اسنانبول کې د مذاکراتو له پيل سره یو اوربند رامنځته شي.»
  
د افغانستان د ملي نجات د جبهې ګوند مشر ذبیح الله مجددي هم وویل:«هیله ده چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او پر دغه ملت رحم وکړي.»

تر هغې روسته چې طالبانو اعلان وکړ چې د اپرېل په شپاړسمه په استانبول کنفرانس کې ګډون ته چمتو نه دي. اوس سرچینې وایي چې په دوحه کې ټول ښکېل لوري هڅه کوي چې د دغه کنفرانس د جوړېدو لپاره بله نېټه وټاکي.
 
شریک یي کړئ