Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په هکله د استانبول غونډې نېټه رسماً اعلان شوه

د ترکیې جمهوریت، قطر او د ملګرو ملتونو سازمان چې په ګډه د استانبول غونډې کوربتوب کوي په یوې اعلامیه کې وايي چې دغه غونډه به د اپرېل په ۲۴ مه نېټه پيل او د مې تر څلورمې نېټې یعنې د لسو ورځو لپاره به دوام وکړي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې کوربانه د یوه خپلواکه او ازاده افغانستان ملاتړ ته ژمن دي او د استانبول غونډې موخه په افغانستان کې یوې سیاسي دایمي حل لارې رسېدو لپاره، په دوحه کې د سولې جاري مذاکراتو ته چټکتیا ورکول دي. 

اعلامیه که همدارنګه لیکل شوي چې په غونډه کې ګډون او د هغه اجنډا له افغاني لوریو سره د مذاکراتو د موضوع لنډون دی او دا غونډه به هغو ګډو او بنسټيز اصولو رسېدو مرستې ته پاملرنه وکړي. چې د افغانستان د راتلوونکي لپاره یو ګډ لید، د راتلوونکي سیاسي حل لپاره د لارې یوه نقشه او د جګړې پای وي.

ترکیه، قطر او د ملګرو ملتونو سازمان تمه لري چې د استانبول غونډه د ټولو همکارانو لپاره به یو مهم فرصت رامنځته کړي چې د جامع سولې، ثبات او سوکالۍ په درشل کې د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ تکرار کړي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اپرېل په ۱۶مه د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره چمتو نه دي. خو وروسته سرچینو وویل چې په دوحه کې ټول لوري هڅه کوي چې د دغې غونډې لپاره یوه بله نېټه مشخصه کړي.

ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا یو جګپوړی غړی محمد یونس قانوني وايي  داسې معلومات یې ترلاسه کړي دي چې د ترکیې په کېدونکې غونډه کې د جمهوریت په استازیتوب داسې پلاوی ګډون کوي چې ټول ګډونه نه دی او تر ډېره بریده د حکومت کسان دي.

ښاغلي قانوني دا پلاوی بې واکه ګڼي او ګواښ کوی چې د حکومت دا کار به د ترکیې غونډې د ناکامۍ لامل شي.

یونس قانوني دغه څرګندوي، د افغانستان پخوانیو سیاسي او جهادي څېرو په یوې غونډه کې وکړې چې په هغې کې د افغانستان پر سولې بهیر بحث وشو. چې د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه په ګوته کړي.

افغان حکومت نه حاضرېږي چې د دغه پلاوي د ترکیب او جوړښت په تړاو جزییات ورکړي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اپرېل په ۱۶مه د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره چمتو نه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه