Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: امریکايي ځواکونه به د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي

واشنګټن پوست تر راتلوونکو شپږو میاشتو له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو خبر ورکوي.

دغه ورځپاڼه د باخبره سرچینو پر حواله رپوټ ورکوي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به په راتلوونکو میاشتو کې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه بهر کړي او د امریکايي پوځیانو دغه وتل به د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مه پر امریکا د القاعده د بریدونو د شلمې کلیزې په درشل کې چې د لومړي ځل لپاره یې امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړه کې ښکېل کړه، بشپړ شي.

دغه سرچینې زیاتوي چې ټاکل شوې ده ولسمشر جوبایډن سبا چهارشنبې په دې هکله خپله پرېکړه اعلان کړي .

ظاهراً دا پرېکړه به د مۍ تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د واشنګټن د هغې ژمنې پر خلاف وي. چې د دوحې په هوکړه کې طالبانو ته ورکړل شوې ده.

دم ګړۍ د ناټو د کابو ۸۰۰۰ ځواکونو ترڅنګ ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې حضور لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له اتلسو میاشتو خبرو اترو وروسته، دواړه لوریو د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یوه هوکړه لاسلیک کړه.

د دوحې د هوکړې پر بنسټ، ټاکل شوې وه امریکايي ځواکونه د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې له افغانستانه ووځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه