د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ یو نوی رپوټ چې نن چهارشنبې (د وري په ۲۵مه) خپور شوی دی، ښيي چې د روان زیږدیز کال په درې لومړیو میاشتو کې د تېر کال له ورته مهال سره د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دغه رپوټ پربنسټ، د ۲۰۲۱ کال په درې لومړیو میاشتو کې، ۵۷۳ ولسي وګړي د افغانستان په جګړه کې وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه نور پټيان شوي دي چې دغه مرګ ژوبله د تېر کال (۲۰۲۰) د ورته مهال له پرتلې سره ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
په رپوټ کې د ښځو د ۳۰ سنله او د ماشومانو د ۲۳ سلنه مرګ ژوبلې زیاتوالي په هکله هم ویل شوي دي.
د دولت ضد عناصر د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ۶۱ سلنه او دولت پلوي ځواکونه هم ۲۷ سلنه مسوول ګڼل شوي دي.
طالبان هم د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د ۴۳،۵ او د ملي پوځ ځواکونه هم د ۱۷ سلنې مرګ ژوبلې مسوول ګڼل شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي دبورا لیونز په دغه رپوټ کې ویلي دي:«د ولسي وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېر ځورونکی دی. زه له ښکېلو لوریو غواړم چې د دغه تاوتریخوالي د درېدو لپاره لارپیدا کړي.»
هغه زیاته کړه:«د سولې لپاره باید له هرې موکې استفاده وشي، که چېرې ژر تر ژره د تاوتریخوالي کچه کمه نه شي، په ۲۰۲۱ کال کې به د زرګونو ولسي وګړو مرګ ژوبله به د هغوی د هېوادوالو له خوا دوام پیدا کړي.»