Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلېنکن: د دې وخت رارسېدلی چې خپل ځواکونه کور ته ستانه کړو

د امریکا د بهریو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي ناټو هغه موخې چې په افغانستان کې تعیین کړې وې رسېدلې ده او اوس د دې وخت رارسېدلی چې له دغه هېواده ځواکونه بهر کړو.

بلېنکن چې نن چهارشنبې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره په ګډه خبري ناسته کې وینا کوله وویل چې، امریکا به له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمنه پاتې شي.

هغه زیاته کړه:«کابو شل کاله مخکې، د امریکا پر ایالاتو د سپټمبر ۱۱مې له برید وروسته، موږ له یو بل سره (ناټو) افغانستان ته ولاړو، له هغو کسانو سره چې پر موږ یې برید وکړ مقابله وکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان یوځل بیا د ترهکرو پر پټن ځای، چې شونې ده پر موږ، هر یوه برید وکړ. بدلنه نه شي. او له یو بل سره له هغو موخو سره چې د ترلاسه کولو لپاره مو تعیین کړې وې، ورسېدو او اوس د دې وخت دی چې خپل ځواکونه کور ته ستانه کړو.»

د امریکايي رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، د جو بایډن ادارې پرېکړه کړې چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جن ساکي وايي:«د ولسمشر چلند او پرېکړه، له پوځي او د ملي امنیت له مشرانو، په ټوله نړۍ کې زموږ له همکارانو او متحدانو سره له نږدې سلامشورې وروسته نیول شوې ده. او د هغه موخه له نننیو ګواښونو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره تمرکز دی.»

خو د امریکا په سنا جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مکانل وايي چې ولسمشر بایډن باید د امریکا خلکو ته توضیح ورکړي: «رییس جمهور باید خلکو ته توضیح ورکړي چې څه ډول د واشنګټن د شریکانو له څنډې کولو او د طالبانو په وړاندې شاتګ سره به امریکا څه ډول امنه شي؟»

.ورته مهال د امریکا استخباراتي بنسټونو د ارزونې په یوه رپوټ کې ګواښ کړی چې له شرط اېښودلو پرته، د امریکايي ځواکونو وتل به افغانستان له نویو ننګونو او ستونزو سره ښکېل کړي

په دغې ارزونه کې همدارنګه ویل شوي چې افغان حکومت د جګړې په ډګر کې د ماتې شاهد دی او طالبان ډاډه دي چې کولای شي له پوځي لارې بریالي شي.
 
شریک یي کړئ