Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: اوس دې طالبانو پرېکړه وکړي چې پوځي لار غوره کوي او که سیاسي

ولسمشر غني وايي چې له هېواده د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو له اعلان سره، اوس طالبان اختیار لري چې د جګړې د پای لپاره پوځي لاره غوره کوي او که سیاسي هغه.
 
ولسمشر چې په انلاین توګه د نظامي ګنجوي په نړیوالې غونډه کې وینا کوله وویل، چې افغان حکومت د ترکیې په غونډه کې د ګډون لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه په دغو آنلاین خبرو کې وایي چې اوس باید طالبان پرېکړه وکړي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي او پوځي تګلارو له منځه کومه یوه غوره کوي.

نوموړي په دې هکله زیاته کړه:«موږ خبرو اترو ته ژمن یوو. اوس توپ د طالبانو په میدان کې دی. موږ د استانبول لپاره په بشپړه توګه چمتو یوو. په دې برخه کې ملي او حکومتي اجماع شته. اوس ګورو چې طالبان کومه لار غوره کوي. موضوع دا ده چې د طالبانو سیاسي کمېټه د هغوی له پوځي کمېټې استازيتوب نه کوي او د طالبانو قومندانانو لا هم سوله ټولنیزه کړې نه ده.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فرانکو فراټیني هم وویل:«اندېښنه دا ده چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، به هغه کسان چې په افغانستان کې کار کوي او د توندلارو له لوري د داسې کسانو په سترګه ورته کتل کېږي چې د هغوی په خپله اصطلاح له اشغالګرو ځواکونو سره یې همکاري کوله؛ خوندي وي او آيا افغان حکومت د خونړیو بریدونو پر وړاندې زیانمنونکی دی؟»

طالبان په دې تړاو څه نه وایي؛ خو ولسمشر خبرداری کوي. که چېرې طالبان جګړه سخته کړي؛ د ۳۵۰ زره پوځي ځواکونو ترڅنګ خلک هم وسله وال دي او له هېواد نه دفاع کوي.

افغان ولسمشر وویل:«د سکې بل مخ د جګړې د زور اخیستو خطر دی چې د نه اټکل وړ پایلې لرلای شي. زموږ پام یوې سیاسي هوکړې ته پر رسېدو او د دغو سناریوګانو د مخنیوي لپاره له دغه فرصت نه پر ګټې اخیستنې راټول دی. خو که خدای مه کړه داسې وضعیت رامنځته شي، موږ تر مرګه جنګېدلای شو؛ ځکه دا موضوع به غوراوی نه بلکې د اساسي قانون له مخې زما دنده وي.»

په دې لړ کې د افغان سولې لپاره د پاکستان هڅو ته لاهم د شک به سترګه کتل کېږي.

نوموړي څرګنده کړه:«د پاکستان لپاره دا پرېکړه د خپل برخلیک په هکله ده. آیا دغه هېواد به سیمه ییزه همکاري، نړیواله همکاري او سیمه ییزه سوکالي د ګډو هڅو له لارې انتخاب کړي او که به هغو ځواکونو ته چې د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ساتي؛ لار ورکړي. له افغانستان وروسته زموږ په ګاونډ کې پاکستان د توندلارۍ له اړخه تر ټولو لوړه بیه پرېکړې ده.»

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې که څه هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل پاکستان ته یوه بریا ګڼل کېږي؛ خو په پاکستان کې د طالبانو د پټن ځایونو شتوالی او فعالیت د نرهګرۍ پر پراختیا او ودې اغېز لري او له دې اړخه پاکستان ته د زیان رسېدو احتمال شته دی.
 
ښاغلی غني وايي که چېرې جګړه زور واخلي د هېواد د ۳۵۰ پوځيانو ترڅنګ، خلک هم وسله وال دي او چمتو دي چې له افغانستانه دفاع وکړي.

شریک یي کړئ