Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ظریف او جیشنکر : تېر وخت ته د افغانستان ستنېدل د منلو نه دي

د هند او د ایران د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاس ته راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي او وايي چې تېر ته د افغانستان ستنېدل د منلو نه دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیام جیشنکر چې نن یې د «ریزینا ۲۰۲۱» په نوم انلاین غونډه کې وینا کوله، ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د اسلامي امارت راستنېدل د منلو وړ نه دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د سولې بهیر او له سولې وروسته افغانستان د دې غونډې د بحث اصلي مسایل وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې له سولې بهیره پر سیمه ییز ملاتړ ټينګارکوي، د اسلامي امارت بېرته راتګ د منلو وړ نه بولي.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل:«موږ باید خپل اختلافونه یوې خواته پرېږدو. او د دې واقیعت په ګډون چې په افغانستان کې یو اسلامي امارت د پاکستان پر وړاندې یو وجودي ګواښ او د ایران او هند پر وړاندې د ملي امنیت یو ګواښ دی. پرخپلو مشترکاتو تمرکز وکړو.»

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري د جګړې پر دوام نیوکه کوي، ددې ډلې ترمنځ د اختلافونو خبره کوي .خو طالبان دا نه مني چې ګواکې په خپلو کې دې اختلاف ولري.
        
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي:«که ټاکل شوې وي چې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک شي، باید ټولې دا ډلې په کې شاملې وي، نه یوازې دا چې د ملا برادر ډله چې په دوحه کې مذاکرات رهبري کوي په کې وي. د یعقوب ډله، د برادر ډله، د هبت الله ډله، د حقانې ډله او د هلمند ډله باید یوزاې وي.»

بل خوا د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هېواد یې په افغانستان کې له پاکستان سره هېڅ ډول رقابت نه لري.
    
د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیام جیشنکر هم وايي:«دا یو خیال دی چې هغه څه چې هند یې په افغانستان کې ترسره کوي؛ په غیرمستقیمه توګه پاکستان په نښه کوي. دا خبرې په افغانستان کې د هند هڅې زیانموي.»

بل خوا  د طلوع نیوز پر فېسبوک پاڼه په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د شوې نظر پوښتنې له مخې له ۵۰۰ ګډونوالو نه ۶۰ سلنه هغوی د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو پایله کورنۍ جګړه بللې ده.

له شاوخوا ۶۲ زره ځواب ورکوونکو نه ۸۵ سلنه هغوی ویلي دي چې طالبان به د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د سولې جدي خبرو ته کېنني، خو د جګړې له امله په کندهار کې د دغه بې ځایه شوي کس غوښتنه دا ده چې دواړه لوري دې جګړه پای ته ورسوي.

بل خوا که څه هم له سولې وروسته نظام په هکله د طالبانو دريځ څرګند نه دی، د طالبانو یو ویاند وایي چې راتلونکی نظام به د اهل حل او عقد د شورا له مخې رامنځته شي.
 
د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هېواد یې په افغانستان کې له پاکستان سره هېڅ ډول رقابت نه لري.

شریک یي کړئ