Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

انیسه شهید د ۱۴۰۰ کال د بیان ازادۍ د څېرې په توګه وپېژندل شوه

د طلوع نیوز خبریاله انیسه شهید د «بیان ازادۍ د څېرې» او د ۱۴۰۰ کال د غوره خبریالې په توګه وپېژندل شوه.

مېرمن شهید د څه باندې ۱۷۰۰ خبریالانو له ډلې چې ځانونه یې د بیان ازادۍ د څېرې د جایزې د اخیستو لپاره نوماند کړي وو، وتوانېده چې دغه لقب او جایزه خپله کړي.

د دغې جایزې د ورکړې مراسم نن شنبې په کابل د بیان ازادۍ د کور له خوا جوړ شوي وو.

په دغه پروګرام کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، طاهر زهیر او د رسنیو د ملاتړ ځينو بنسټونو مسوولانو حضور درلود.

د یادولو ده چې د بیان ازادۍ کور د دغې جایزې له ورکړې سره د موجودیت اعلان وکړ. 

انیسه شهید له ۲۰۰۹ کال راهیسې په طلوع نیوز کې د خبریالې په توګه کار کوي. هغه تر ډېره پر سیاسي، ټاکنیزو او بشري حقونو پر موضوعګانو تمرکز لري او په دې برخه کې یې په سلګونه رپوټونه جوړ کړي دي.

انیسه شهید څو میاشتې مخکې د بې پولې خبریالانو سازمان له خوا د «اطلاع رسونې اتلې» په توګه هم پېژندل شوه.

له دې سره هم مهاله، د بیان ازادۍ کور وايي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې لس خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، په وروستیو شلو کلونو کې کابو ۱۰۰ خیریالان او د رسنیو کارکوونکي د تاوتریخوالي او هدفي وژنو قرباني شوي دي.

شریک یي کړئ