Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو ۱۳ کلونو کې څه باندې ۳۱ زره ولسي وګړي وژل شوي

په هېواد کې د دوه لسیزو روانې جګړې په لړ کې په زرګونو ولسي وګړو او پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغو قربانیانو کې افغان پوځیان، بهرني ځواکونه او طالبان شامل دي؛ خو ولسي وګړي د جګړې اصلي قربانیان دي.

په دغه رپوټ کې د تېرو دوو لسیزو په لړ کې د پوځيانو او ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته یوه کتنه شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د اندېښنې وړبولي، وایي چې په تېرو نږدې ۱۳ کلونو کې په هېواد کې د جګړو په لړ کې  ۳۱ زرو ۱۱۳ ولسي وګړي وژل شوي دي او ۶۲ زرو ۶۶۲ نور ټپیان شوي دي. دغه کمېسیون طالبان د ډېری دغو مرګ ژوبلو مسوول ګڼي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مطبوعاتو مسوول ذبیح الله فرهنګ په دې هکله وايي:«زموږ تمه دا ده چې دواړه لوري په ځانګړې توګه طالبان او افغان دولت ژر تر ژره اوربند اعلان کړي او د افغانستان د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي د ولسي وګړو د ډېرې وژنې لامل نه شي.»

بلخوا پنټاګون هم په تېرو ۱۸کلونو کې په هېواد کې د جګړې له امله د بېلابېلو لوریو مرګ ژوبله ۱۵۷ زره اټکل کړې ده چې د افغان امنیتي ځواکونو، امریکايي ځواکونو، طالبانو او ملکیانو مرګ ژوبله په کې شامله ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په دې هکله څرګندوي:«په دفاع وزارت کې زما په ګډون داسې ډېر کسان نشته چې دغې ودانۍ ته راشي او داسې څوک ونه پېژني چې په افغانستان کې وژل شوي وي. تل د هغوی له ترسره کړو کارونو منندوی یوو.»

بل خوا  د یوناما له لوري له ۲۰۰۷ تر ۲۰۲۰ کاله د جګړې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله خپرې شوې شمېرې ښيي چې په هېواد کې په روانه جګړه کې ۴۱ زرو ۶۲۲ تنه وژل شوي او ۵۹  زره او ۶۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

که څه هم حکومت د ولسي وګړو او پوځيانو د مرګ ژوبلې مشخص شمېر نه وړاندې کوي؛ خو ولسمشرغني په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو چې په تېرو څلورو کلونو کې له اورپکو سره په جګړه کې ۴۵ زره افغان پوځيان وژل شوي دي.

د پوهنتون استاد  میاګل خالد په دې هکله وايي:«داسې کومه لاستنه راوړنه نه ده ترلاسه شوې چې افغانستان کې له ځمکې پورته شي او اوس ځي او وايي چې موږ خپل هدف ترلاسه کړی دی او موخه یې له ترهګرۍ سره مبارزه وه چې القاعده باید ختمه شي.»

د ولسي جرګې غړی علي اکبر جمشیدي هم څرګندوي:«شل کاله تېرېږي؛ خو لا هم په افغانستان کې ترهګرۍ ډلې له خپل ځواک سره پاتې دي. طالبان له القاعده سره اړیکې لري او په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت نه یوازې کم شوی نه دی بلکې زیات شوی نه دی.»

بل خوا طالبان هم ادعا کوي چې د تېرو دوولسیزو په جګړو کې څه باندې ۲۰۰ زره کسان وژل شوي دي.

د کابل اوسېدونکی محمود زیاتوي:«د امریکا له راتګ سره جګړه او بدبختي په ټولو برخو کې کور په کور او کور سوځوونکې جګړه ده موږ باید له دغې کړکېچ او خپله بدبختي وګالو.»

له دې ټولو سره سره هېوادوال چې په هېواد کې د جګړې د ختمېدو غوښتونکي دي، هیله من دي چې د سولې بهیر نتیجه ورکړي او په هېواد کې روانه انسان وژنه پای ته ورسېږي.

د یوناما له لوري له ۲۰۰۷ تر ۲۰۲۰ کاله د جګړې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله خپرې شوې شمېرې ښيي چې په هېواد کې په روانه جګړه کې ۴۱ زرو ۶۲۲ تنه وژل شوي او ۵۹  زره او ۶۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ