Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د مشروطه وتلو د لیدلوري ردېدل

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځ‌پاڼې شنبې( د وري ۲۸ ) راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د سپټمبر په ۱۱مه د امریکایي ځواکونو د مشروطه وتلو په تړاو د دغه هېواد د ستر جنرالانو لیدلوری رد کړی.

د دغو راپورونو پر بنسټ، شاوخوا لس ورځې وړاندې د جو بایډن له‌خوا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو رسمي وتلو اعلان، په سپینه ماڼۍ کې یوه ناسته ترسره کړه او لوړپوړو پوځي رهبرانو ته له افغانستانه د سپټمبر پر ۱۱مه چې د سپټمبر پر یولسم برید له شلمې کلېزې سره برابرېږي، د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو خبر ورکړی.

په راپور کې راغلي، چې په دغې ناسته کې د دفاع وزیر لوید استین او د امریکا لوی درستیز مارک میلي هم ګډون کړی و او جنرال میلي د بایډن د دغې غوښتنې پر وړاندې، چې ټول امریکایي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي وویل، چې دا خبره به عملي کړي.

په راپور کې زیاته شوې ده، چې میلي په دغې ناسته کې ولسمشر بایډن ته ویلي: « ایا دغه پرېکړه مو سمه ده؟»

راپور زیاتوي، چې سترو پوځي چارواکو غوښتل چې له افغانستانه د امریکایي ځاکونو وتنه مشروطه کړي خو؛ ښاغلی بایډن د هغوی غوښتنو سره هم نظره نه و.

په همدې حال کې د راپور پر بنسټ، ولسمشر بایډن خپلو پوځي سلاکارانو ته ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پر وړاندې به هېڅ شرط وړاندې نه شي.

بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه په اشارې سره ویلي، چې  « هر ډول شرط د منلو نه دی».

اوس مهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکایي ځواکونه حضور لري.

تېره اونۍ بایډن په خپلې یوې وینا کې، له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو اعلان وکړ.

د بایډن دغې پرېکړې په افغانستان کې د تازه کورنۍ جګړې جدي اندېښنې راپارولي دي، خو بایډن ټینګار کړی، چې هېواد یې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

بایډن وویل، لس کاله کېږي چې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن وژل شوی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې په دغه هېواد کې د امریکا جګړه پای ته ورسېږي او امریکایي ځواکونه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

هغه زیاته کړې ده: «موږ به د خپلو ځواکونو وتل د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل کړو.»

د هغه په وینا، دغه وتنه به په بېړه نه وي او که طالبان برید وکړي امریکا به له ځان او له خپلو همکارانو دفاع وکړي.

خو ښاغلي بایډن ټینګار کړی، چې په افغانستان کې به د امریکا ډیپلوماټیک او بشردوستانه فعالیتونه دوام وکړي.

له دې وړاندې، سي‌ آی‌ اې د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان مشر ویلیام برنز ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونه وتلو سره به په افغانستان کې د دغه بنسټ د فعالیتونو وس هم له منځه ولاړ شي.

ویلیام برنز چې د امریکا د سنا جرګې استخباراتي کمېټې کې خبرې کولې زیاته کړې ده، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ حضور پایته رسېدل د استخباراتي حضور پایته رسېدو په مانا ده.

هغه خبرداری ورکړ، چې له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکایي ځواکونو وتنه به د ترهګرو ډلو د غښتلي کېدو ګواښ جدي کړي.‌

شریک یي کړئ