Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د جګړې د پای لپاره د لوګر مېشتو هیلې

لوګر کابل ته نږدې پورت یو له ناامنیو ولایتونو څخه دی، د دغه ولایت اوسېدونکي تمه لري چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل دې په هېواد کې د جګړې د پای لامل شي.

دوی وايي چې اوس د جګړې د دوام لپاره طالبانو ته هېڅ پلمه نه ده پاتې او دغه ډله باید د خبرو اترو پر مېز له حکومت سره خپل اختلافونه حل کړي.

د لوګر ولایت اوسېدونکی سلطان محمد وايي:«یوه سوله او امنیت دې راشي هیله ده په هېواد کې کونډې او یتیمان بېخي زیات شوي دي.»

د لوګر بل اوسېدونکی ضیاالله هم څرګندوي:«تر هغې چې په خپله افغانان ونه غواړي هېڅ څوک نه شي کولای سوله راولي. بهرنیان او نور کسان هېڅکله نه شي کولای چې زموږ په هېواد کې امنیت راولي.»

خو د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات چې لوګر ته تللی، وایي طالبان سولې ته لېواله نه دي؛ نو له همدې امله دوی هم له خپل لورې د ځانګړو عملیاتو د پيل تابیا نیسي:«لکه څرنګه چې لازمه ګڼئ هماغه ډول دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ. لوګر د کابل او افغانستان د پلازمېنې دروازه ده. د کابل او د کابل د شاو خوا ولایتونو امنیت موږ تر ډېر مهم او عاجل دی. له همدې امله نن زموږ ځانګړي ځواکونه په لوګر کې خپل عملیات پيل وي.»
           
د پولیسو د ځانګړو ځواکونو افسر حشمت الله وویل:«موږ هغوی ته ثابته کړې ده او که چېرې وايي چې ثابته کړې مو نه ده بیا هم ډګر ته راشئ. موږ ورسره جنګېږو. خو غوره ده چې سوله وشي.»

ټاکل شوې ده چې تر راتلوونکو پنځو میاشتو امریکا خپل پوځیان له افغانستانه بهر کړي. د امریکا تر څنګ ناټو هم ویلي دي چې دغه سازمان به هم په دغې موده کې خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کړي.

د امنیتي وضعیت د خرابېدو په هکله له اندېښنو وروسته  امنیتي ځواکونه د هېواد په مرکزي سیمو کې د طالبانو د احتمالي ګواښونو د مقابلې لپاره چمتووالی نیسي.

شریک یي کړئ