Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د استانبول غونډې لپاره د واحدې طرحې پر نشتون د مشرانو جرګې نیوکې

د مشرانو جرګې ځینې غړي وایي، د هېواد سیاست‌والو ترمنځ د شته اختلافونو له امله، تراوسه د ترکیې ناستې لپاره د جمهوریت د سولې طرحه نه ده مشخصه شوې.

شپږ ورځې وړاندې، د ملي روغې جوړې عالي شورا له‌خوا چې کومه طرحه چمتو شوې وه او تمه کېده چې دغه طرحه به د ملي روغې جوړې عالي شورا مشرتابه کمېټه وروستۍ کړي خو لاتراوسه د دغې طرحې وروستي کېدو لپاره ناسته نه ده شوې.

تمه کېږي، چې د ترکیې ناسته به شپږ ورځې وروسته وشي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم ایزدیار وایي: " د ملي روغې جوړې شورا له‌خوا د جمهوریت په چوکاټ کې د دغې طرحې وروستۍ کېدو نه لا خبر نشته او دا د دې لامل شوی چې د خلکو اندېښنې لازیاتې کړي."

د جمهوریت د طرحې او استانبول ته د تلوونکو کسانو د نوملړ د تایید لپاره به ډېر ژر د دغې شورا د مشرتابه کمېټې غونډه جوړه شي. 

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي: " انتقالي دوره دوه غوراوي لري، چې د مشرتابه کمېټې ته به وړاندې شي او مشران به په هغې کې ځینې بدلون راولي."

له دې سره سم د مشرانو جرګې غړي په داسې حال کې امریکا د افغانستان حکومت او خلکو سره د رښتنولۍ په نشتون تورنوي، چې هېواد کې ځینې سیاست‌وال له امریکاییانو سره د خپلو تړونونو له لاسه تللو ته د امریکایي ځواکونو پر وتلو اندېښمن دي.

د مشرانو جرګې د منشي مرستیال فیصل سمیع وایي: " کله چې ما د امریکایي ځواکونو د وتو اعلان واورېده، دوه رکعته شکرانه لمونځ مې ادا کړ، او خوشحاله یمه چې دغه ځواکونه له افغانستانه وځي."

له هېواده د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو له اعلانه مخکې، ځینو سرچینو د استانبول په ناسته کې د شاوخوا ۳۰ سیاستوالو او دولتي چارواکو له ګډونه خبر ورکړی و، خو په دغې غونډه کې د جمهوریت پلاوي د جوړښت څرنګوالی لا روښانه نه دی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه