Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیت ضد پېښو کې ۹ تنه وژل شوي

تېرو څلوریشت ساعتونو کې د طالبانو په بریدونو او امنیت ضد پېښو کې اته پوځيان او یو ملکي کس وژل شوی او اتلس کسان نور ژوبل شوي، چې پنځه یې ملکیان دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو کمېسیون وايي؛ یوازې د وري له ۲۱ تر۲۶مې، په جګړه کې ۳۹ ملکیان وژل شوي او لږ تر لږه ۴۰ تنه نور ټپیا شوي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وايي چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د بغلان د قند په فابریکه کې د یکشنبې په شپه د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې شوې دي. په دغو نښتو کې چې تر نن ګهیځه روانې وې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
           
له غزني را رسېدلی خبر وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې هم جګړې زیاتې شوې دي.

د غزني ولایتي شورا غړی خالقداد اکبري وایي چې د دغه ښار په څنډو کې د تازه نښتو په نتیجه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی اکبري زیاتوي:«د ارزو کلی هره شپه د جګړې، نښتې او وینې تویېدنې شاهده وي. هیله لرو چې د روژې مبارکې میاشتې په پار دغه جګړې ودرول شي.»

د هېواد په ځينو نورو برخو کې هم  د امنیت ضد پېښې شوې دي. د شمېرو له مخې په وروستیو څلرویشتو ساعتونو کې یوازې په غزني، کندوز، بلخ، پروان، غور او ننګرهار کې اته پوځيان او یو ملکي کس وژل شوی او د پنځو ولسي وګړو په ګډون اتلس تنه نور ټپیان شوي دي.

بل خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وري میاشتې له یوویشتمې تر شپږویشتمې د ۷۹ ولسي وګړي د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.
                  
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ څرګندوي:«د جګړې لوري باید له دې ډېر د افغانستان د خلکو د وژنې لامل نه شي. جګړه د هېوادوالو د ټولو حقونو د سلب لامل دی.»  
   
د ولسي جرګې غړې شفیقه سخا یولچي هم وايي:«دولتي ځواکونه دې خپل بریدونو ته زور ورکړي چې طالبانو ته ژر تر ژره ماتې ورکړي.»

خو ملي دفاع وزارت د هېواد په ځينو سیمو کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدل له اعلان پرته د دغې ډلې د پسرلنیو عملیاتو د پېلېدو له امله ګڼي.
                 
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی زیاتوي:«د افغانستان د خلکو په وړاندې د تاوتریخوالي دوام په ځلونو له هغې جګړې بدتر او قرباني اخیستونکې ده چې په تېرو کلونو کې د دغې ډلې له خوا اعلانېده.»

په ټوله کې په بېلابېلو ولایتونو کې روان تاوتریخوالی او له کبله یې انساني مرګ ژوبله تر هغه څه ډېره زیات ده چې خلکو یې تمه درلوده. 

د ولسي جرګې ځينې غړي د امنیت په کابو کولو کې بې غوري د وضعیت د خرابېدو اصلي لامل بولي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه