Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ د پولیسو څلور افسران د مالي او اداري فساد په تور ونیول شول

د هغه سند له مخې، چې طلوع نیوز ترلاسه کړی د بلخ د پولیسو څلور افسران د مالي او اداري فساد په تور، د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست له لوري نیول شوي دي.

طلوع نیوز ته سرچینې وايي چې د لوژیستیک مدیر د اعاشې او د روغنیاتو د اکمال امران او د تامینانو مرستیال د پلټنو لپاره د کابل امنیه قومندانۍ نظارت خانې ته لېږل شوي.

د بلخ پولیس بیا وايي، تورن کسان د وضاحت ورکولو لپاره مرکز ته استول شوي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل‌ شاه عادل وویل:«په هغه صورت کې چې د دوی جرم ثابت شي قانون پرې پلی کېږي.»

تر دې وړاندې لویې څارنوالۍ هم ویلي و چې د بلخ د عمومي زندان مدیر یې د بډو په تور نیولی دی.

د بلخ د والي د ټولنیزو چارو مرستیاله ربابه نائبي وایي دوی له اداري او مالي فساد سره د مبارزې په برخه کې د هر اقدام هرکلی کوي:«په وافعیت سره چې زه له دې خبرې او راضي او خوشحاله یم، حتا نن له ملي امنیت او له درنو جرمونو سره د مبارزې له ادارې یو کس راغلی و، ما وویل هر ځل چې تا یو کس ونیو ولایت ته راشه چې زه دې لاسونه ښکل کړم.»
  
په ټوله کې باور دا دی چې په افغانستان کې اداري او مالي فساد په یوې لویې ټولنیزې ستونزې بدل شوې او که حکومت یې د مقابلې لپاره جدي اقدام ونه کړي نو پر چارواکو به د خلکو باور لاپسې کم شي.  
 
د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید څرګندوي:«اوس د دې وخت دی چې ځان په فساد مصروف کړي. یقین ولرئ چې اوس هغه اتیایمه لسیزه نه ده هر څوک چې په فساد لاس پورې کړي خلک د فساد ګوونکو د زغم وس نه لري.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب پیکان هم زیاتوي:«په دولتي ادارو کې فساد دومره ولې ځغلولې دي چې نه رییس مصوون دی او نه هم مرستیال، پر دې بنسټ دا د دې ښودنه کوي چې هڅې روانې دي خو دا هڅې اغېزناکه نه دي که چېرې وې، په دومره کلونو کې یې خپل اغېزه ښودله.»

شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم له درنو جرمونو سره د مبارزې د موظینو له لوري د بلخ ولایت د ښارجوړونې رییس د فساد په تور ونیول شو.
 
شریک یي کړئ