Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځينو دولتي بنسټونو د تشکیلاتو د کمولو په هکله د څېړنو پیل

د اداري اصلاحاتو کمیسیون وايي؛ ځينو دولتي بنسټونو کې تشکیلاتي پړسوب یا انفلاسیون شته او د تشکیلاتو د کمولو لپاره یې څېړنې پيل کړي.

په داسې حال کې، چې یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي؛ ښايي د نړیوالو مرستو کمېدو سره د دولت تشکیلات کم شي خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه څرګندونې ردوي او زیاتوي، چې د بهرنیو ځواکونو وتل د نړۍوالې ټولنې مرستو سره اړیکه نه لري.

د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې دا مهال په حکومتي ادارو کې څه باندې ۴۳۰ زره رسمي ماموران او شاوخوا شل زره قراردادیان کار کوي. د دغه کمېسیون چارواکي وایي چې په اوسنیو اداري تشکیلاتو کې د اصلاحاتو اړتیا ده.

د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون د مُلکي خدمتونو رییس احمد مسعود توخي په دې هکله وايي:«د دولت او د اداري اصلاحاتو کمېسیون له کاري لومړيتونو څخه دي، اضافه بستونه په کوته او تنقیص او د کولو اقدام یې وکړي»

تر دې وړاندې هم د حکومت د اداري تشکیلاتو د کمېدو په هکله رپوټونو اندېښنې راپارولې وې؛ خو د ولسمشر د ویاند مرستیال له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام خبره کوي.
 
د ولسمشرد ویاند مرستیال لطیف محمود  څرګندوي:«په ټول کې د افغانستان له اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ همدارنګه دوام لري، وتل په دې پورې هېڅ تړاو نه لري چې مرستې کمې شي.»

ملي دفاع وزارت هم ډاډه دی چې د دفاعي ځواکونو په تمویل او دغه راز د دغو ځواکونو په شمېر کې به کوم بدلون رانه شي.
  
د ولسي جرګې دفاعي او ځمکنۍ بشپړتیا کمېسیون غړی سید حسن پکتیاوال هم زیاتوي:«د هغو خبرو اترو په نظر چې د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون له ځینو جګپوړو دولتي پوځي چارواکو سره لرل، نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې له افغانستانه د دوی له وتو وروسته، خپلو مالي مرستو ته به دوام ورکړي.»

بل پلو د افغانستان د روڼيا د څاربنسټ په دولتي ادارو کې د بدلونونو راتلل یوه اړتیا ګڼي؛ خو ټينګار یې دا دی چې د دغو اصلاحاتو پر چوکاټ او سند باید بحثونه وشي.

د روڼتیا څاربنسټ څېړونکی ناصر تیموري وویل:«له ښکېلو لوریو له مشورې پرته، د دولت د تشکیلاتو کموالي پروګرام عملي کېدل کولای شي. د هغو هدفونو پر خلاف پایلې ولري چې دولت د هغه تصور کړی دی.»

افغان دولت نږدې ۸۰۰ زره ملکي اداري کارکوونکي او پوځي ځواکونه لري چې مالي لګښت یې په یوازې سر د حکومت له وسه وتلې خبره یادېږي.
 
د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، چې د بهرنیو ځواکونو وتل د نړۍوالې ټولنې مرستو سره اړیکه نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه