ولسمشر غني پرون د کابینې په یوې ناسته کې ټینګار کړی، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتنه د دواړو هېوادونو د اړېکو د پرې کېدو په مانا نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو او همکاریو د یوه تازه څپرکي پیل دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، په دغې ناسته کې د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته د دواړو هېوادونو د ټولو دوه اړخېزو او څو اړخېزو تړونونو په اړه مالومات وړاندې شوي.
د دغې خبرپاڼې لهمخې، له هېواده د امریکایي ځواکونو وتنې ته تېر چمتووالی، له هېواده د دفاع په برخه کې د امنیتي سرتېرو غښتلي کول او د اسلامي علماوو لهخوا په افغانستان کې د جګړې حرام ګڼل هم د دغې ناستې له بحثونو وه.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په دغې ناسته کې وروسته له دې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي د یوه تلپاتې بېطرفه افغانستان د غوښتنو په اړه د لویې جرګې پر جوړېدو هم ټینګار شوی.