Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې په یوه موټربم برید کې دوه تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي

د هرات والي سید وحید قتالي وایي، تېره شپه طالبانو د غوریان ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ او د ولسي پاڅونوالو یوې پوستې ته نږدې موټربم برید کړی.

هغه زیاتوي، د طالبانو په دغه برید کې دوه تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي او ځینې یې هم ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي، امنیتي سرتېري په دې بریالي شوي څو د چاودېدونکو توکو دغه ډک موټر مخکې له دې چې د غوریان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید وکړي مخه یې نیولي.

د هغه په وینا، د امنیتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ څو ساعتونو لپاره نښته روانه وه خو د مرستندویه سرتېرو رسېدو سره طالبان په شا شوي دي

قتالي ټيګار کوي، چې په دغې نښته کې ځینې طالب وسله‌والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د طالبانو د تلفاتو د کره شمېرې په اړه څه نه دي ویلي.

خو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د هرات والي ټيګار کوي، چې په دغې نښته کې ځینې طالب وسله‌والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ