Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د پوځ یو سرتېری له خپل موټر چلوونکي سره ترور شو

امنیتي سرچینې نن (سه‌شنبه، د وري ۳۱مه) وایي، د پوځ یو سرتېری له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا ترور شو.

سرچینې وایي، د محاربوي ګډو تعلیماتو قومندانۍ او د کادر او پرسونل مدیر نقیب‌الله نظري له خپل موټر چلوونکي عبدالحکیم سروش سره یوځای نن سهار د کابل ښار د دولسمې حوزې په احمدشاه بابا مېنه کې د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووژل شو.

دغه وسله‌وال له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د کابل پولیسو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو په ګډون لا تراوسه هېڅ کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په هېواد کې د طالبانو په بریدونو او امنیت ضد پېښو کې اته پوځیان او یو ولسي وګړی وژل شوی او اتلس تنه نور د پنځه ولسي وګړو په ګډون ټپیان شوي دي.

د تېرو څلرویشتو ساعتونو د شمېرو له‌مخې، یوازې د بغلان، غزني، کندوز، بلخ، پروان، غور او ننګرهار ولایتونو کې د یوه ولسي وګړي په ګډون اته پوځیان وژل شوي او د پنځو ولسي وګړو په ګډون اتلس تنه نور بیا ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یوازې د وري له ۲۱ نه تر ۲۶ مې نېټې په هېواد کې ۳۹ ولسي وګړي د جګړو او تاوتریخوالو له امله وژل شوي دي او څلوېښت تنه نور بیا ټپیان دي.

شریک یي کړئ