Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پاکستان کې د طالبانو د یوه قومندان ترورېدل

تېره ورځ دوشنبې (د وري په ۳۰مه) د طالبانو یو پوځي قومندان په پاکستان کې ترور شو.

 د ننګرهار والي د دې خبر له پخلي سره وايي چې نېک محمد مشهور په رهبر په خېبرپښتونخوا کې وژل شوی دی.

 دی زیاتوي وژل شوی قومندان په ننګرهار کې د طالبانو د نظامي کمېسیون غړی او د جګړ مشري يې په غاړه لرله.

د ننګرهار والي ضیاالحق امر خېل دغه ولایت لپاره د طالبانو د قومندان د وژل کېدو په غبرګون کې وايي د طالبانو مشران په پاکستان کې پټ دي او له هغه ځایه څخه په افغانستان کې د جګړې مشري کوي:«دا د دې معنا لري چې په پېښور کې پټن‎ځایونه لري هلته مشورې کوي. ده په ننګرهار کې د عملیاتو مسوولیت پر غاړه درلود.» 

طلوع نیوز ته رسېدلې ویډیو کې، د وژل شوي طالب قومندان جنازه ښودل کېږي چې له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوې ده او د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ پیرو خېلو سیمه کې خاورو ته سپارل شوې ده.
 
په پاکستان کې د سیاسي چارو شنوونکی طاهر خان وايي:«دا قومندان د داعش پرضد زیات جنګېدلی دی او له ډېر سیمو څخه یې داعشیان اېستي دي. په پاکستان کې د داعش لخوا د طالبانو په نښه کول او څارل دا د پاکستان لپاره یو چلینچ دی چې داعش کولای شي پاکستان کې هم کار وکړي.»
 
ویډیو د طالبانو له لوري خپاره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د ننګرهار په بیهسودو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر رنجر چاودنه کېږي. 
په دغه چاودنه کې د ملي اردو درې پوځیان وژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول . له دې ډلې څخه یو هم د کابل اوسېدونکی حبیب رحمان دی چې جنازه یې په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی وحیدالله وايي:«طالبان دې نور د پردیو استخباراتو لاس نیوی نه کوي، له افغان امنیتي ځواګونو سره یوځای شئ او د خپل ولس خدمت وکړي  ترڅو په هېواد کې ورور وژنه ختمه شي.» 

دا طالب قومندان د پېښور په حاجي کیمپ سیمه کې په ډزو وژل شوی دی راپورنه زیاتوي په دې پېښه کې دوه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.
 
دا لومړی طالب قومندان نه دی چې په پاکستان کې وژل کېږي بلکې د دې ډلې مشر ملا منصور هم د پاکستان په پلوچستان کې په یو هوايي برید کې وژل شو. 

شریک یي کړئ