Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په غور او پروان کې د طالبانو بریدونو کې پنځه تنه وژل شوي

یو ځايي چارواکی او امنیتي سرچینه نن پنجشنبې (د غوايي په ۲مه) د دې پخلی کوي چې تېره شپه په غور او پروان ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې پنځه تنه وژل شوي او درې تنه نور پټيان شوي دي.

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وايي چې طالبانو د چهارشنبې په مازدیګر د کابل - غور لویې لارې په اوږدو او د دغه ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې څلور تنه په ډزو سره ووژل.

هغه زیاته کړه چې د دغې پېښې قربانیان درې تنه یې زده کړیالان او یو یې هم د دولت مُلکي کارکوونکی و.

د ښاغلي فیض زاده په وینا، دغو کسانو غوښتل چې له کابله د غور لعل سرجنګل ولسوالۍ ته ولاړ شي چې په لار کې طالبانو هغوی موټره راګوز او پرې ډزې یې کړې دي.

ورته مهال یوه امنیتي سرچینه وايي چې طالبانو په پروان ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

سرچینه زیاتوي چې دغه پېښه تېره شپه کابو نهه بجې د بګرام ولسوالۍ په صیاد سیمه کې رامنځته شوې ده او بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.

خو د پروان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالواسع رحیمي وايي چې په دغې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وايي چې د دغې پېښې قربانیان درې تنه یې زده کړیالان او یو یې هم د دولت مُلکي کارکوونکی و.

شریک یي کړئ