Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بلخ کې له طالبانو سره په نښته کې اته سرتېري وژل شوي

د بلخ ولایت د بلخ ولسوال محمد یونس ستانکزی نن (پنجشنبې د غوايي په ۲مه) وویل چې تېره شپه په دغې ولسوالۍ کې اته دولتي سرتېري له طالبانو سره نښته کې ووژل شول.

هغه زیاته کړه چې دغه نښته تېره شپه ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.

هغه زیاتوي چې په دغې نښته کې د دولتي ځواکونو شپږ تنه نور ګیر پاتې وو چې نن سهار د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو له خوا وژغورل شول.

د یوې سرچینې په وینا، دغه نښته نن د غرمې تر دولسو بجو دوام درلود.

سرچینه زیاتوي چې په دغې نښته کې، طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د شمېرې په هکله څه نه وايي.

بلخوا طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

همدارنګه د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوې خبرپاڼه کې د اوو طالب اورپکو له وژل کېدو او د ۸ له ټپي کېدو خبر ورکوي.

په دغې خپرپاڼه کې راغلي دي چې دغه طالب اورپکي د چهارشنبې په ورځ د دولتي ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې د بلخ ولایت په زارې ولسوالۍ کې وژل شوي دي. 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوې خبرپاڼه کې د اوو طالب اورپکو له وژل کېدو او د ۸ له ټپي کېدو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ