Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکیې غونډې په هکله د مشورې په پار پاکستان ته د طالب پلاوي سفر

د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شیخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی له دوحې پاکستان ته ولاړ.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې حقاني په دغه سفر کې هڅه کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ځنډ او د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره له طالب مشرانو سره سلامشورې وکړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د طالبانو دغه پلاوی د پاکستان د پوځي استخباراتي سازمان د سلامشورې د ترلاسه کولو لپاره دغه هېواد ته تللی دی:«هر کله چې په قطر کې خبرې اترې له یوه بندښت سره مخامخ کېږي، وايي چې موږ ځو او د خپلو مشرانو سلا اخلو. اصلاً د مشرانو د کلمه مانا یې دا ده. موږ ته اجازه راکړئ ولاړ شو چې د ای اېس ای د پوځ اجازه واخلو چې څه وکړو؟»

ولسمشر غني هم له پاکستانه غواړي چې سمه لار غوره کړي:«د پاکستان لپاره د دې وخت رارسېدلی چې یا د ګټلو ګټلو سیاست غوره کړي او یا هم د بایلو بایلو سیاست غوره کړي.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې د ځنډ راتلل هغه لامل دی چې، طالبانو د سولې خبرو دوام او په استانبول غونډه کې ګډون رد کړ.
 
د سرچینو په وینا، اوس شیخ عبدالحکیم حقاني پاکستان ته په خپل سفر سره غواړي چې، د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ او د سولې خبرو د دوام د څرنګوالي په تړاو د طالبانو د مشرانو نظر ترلاسه کړي.

د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر آغا وايي:«امریکا د دوحې د هوکړه لیک پر خلاف عمل کړی دی او اوس اړتیا ده چې طالبان له خپلو مشرانو سره سلامشوره وکړي او زه خبر یم چې پاکستان ته تللي دي.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د استانبول غونډه به له کوچني اختر وروسته وشي؛ خو آیا پاکستان ته د طالبانو دغه سفر کولی شي تر کوچني اختره د سولې بهیر کې رامنځته شوې ننګونه حل کړي.

د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی د دغې پوښتنې په ځواب کې وايي:«تراوسه له پاکستان سره د طالبانو په مشوره کې کومه د لمس او درک وړ پایله نه ده لیدلې.»

له بل لوري، ټاکل شوې، د جمعې په ورځ په ترکیې کې د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ یوه درې اړخیزه غونډه وشي. 

د هېواد بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په یادې غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري څرګنده کړه:«په دې کې هېڅ د شک ځای نشته چې د سیمه ییزو هېوادونو رول غوښن دی.»

له بل لوري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دوحې ته د یوناما د مشرې د څو ورځني سفر له پایته رسېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې، نه ښايي د افغانستان د سولې په تړاو هلې ځلې ودرول شي.

ټاکل شوې، د جمعې په ورځ په ترکیې کې د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ یوه درې اړخیزه غونډه وشي. 

شریک یي کړئ