Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د کورونو او موټرو په پېر او پلور کې کمښت

کابل کې د کورنو او موټرو ځينې پلورونکي وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان او له طالبانو سره د سیاسې هوکړې بې برخلیکۍ د دوی کارو بار سخت زیانمن کړی دی.
  
دوی وايي خلک هڅه کوي هغه یو اندازه پیسې چې لري له ځان سره وساتي او د ملکیت او موټر پېر ته زړه نه ښه کوي.

موټر پلورونکی قیوم وايي:«په تېر کې زموږ او تاسې ځوانان په شوق راتلل او موټر یې پېره، دې ته لېواله وو چې په دغه هېواد کې وي؛ خو اوس هماغه ځوانان راځي او موټر په نیمه بیه پلوري او غواړي چې له هېواده بهر ولاړ شي.»

بلخوا د معاملاتو د لارښوونې مالکان هم وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو د بحثونو په جدي کېدو سره خلک په کمو بیو سره خپل کورونه او موټر پلوري.

د معاملاتو د لارښونې څېښتن عارف احمدي وايي:«بازار نشته، پېر او پلور نشته. ټول خلک راځي خپل کورونه ثبت وي او په داسې حال کې چې پرېکړه نه شي کولای.»

د هېواد د راتلونکې په اړه له دغو بې باوریو سره سره لا هم هېوادوال په دې تمه دي چې، افغان حکومت او طالبانو پر سوله سره سلا شي.

خو امریکا په ډاګه کړې چې، له افغانستانه د مالي ملاتړ په برخه کې لا هم ژمنه ده او اوس اوس یې له افغان حکومت سره د ۳۰۰ مېلیونه ډالرو نورو اضافي مرستو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن پوځي حضور په ترڅ کې لسګونه زره افغانانو له امریکايي پوځيانو او ملکیانو سره کار کړی دی. اوس چې، له هېواده د دغو ځواکونو وتل حتمي شوي، د دغو ځواکونو افغان همکاران هم له ناروښانه راتلونکې اندېښمن دي.

د معاملاتو د لارښوونې مالکان هم وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو د بحثونو په جدي کېدو سره خلک په کمو بیو سره خپل کورونه او موټر پلوري.

شریک یي کړئ