Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا له وتو وروسته د افغان پوځيانو د وړتیا په هکله اندېښنې

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ یا «سنټکام» قومندان جنرال مک کنزي د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه اندېښمن دی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به افغان ځواکونه ونه کړای شي دوام پیدا کړي.

ښاغلي مک کنزي د امریکا مشرانو جرګې پوځي کمېتې ته وویل:«زموږ له وتو وروسته، زه د افغان پوځيانو د وړتیا او د هغوی د ساتلو په هکله اندېښمن یم، د افغان هوايي ځواکونو د وړتیا په هکله، په ځانګړې توګه له دې وروسته چې موږ له دغو ځواکونو خپل ملاتړ ودروو، اندېښمن یم.»

هغه وویل چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کلونو کې د امریکا او نورو هېوادونو له خوا ملاتړ سره عادت شوي دي.

ښاغلي کنزي له مخکې  پنټاګون په غونډه کې هم ویلي چې ولسمشر بایډن د ځواکونو د وتو له اعلان مخکې، له هغه او نورو جګپوړو پوځیانو سره مشوره کړې ده.

ورته مهال سناټور جیم انهوفي ویلي چې په منځني ختیځ کې د ټرمپ ادارې تګلارې د ملي ګټو پرتله تر ډېره سیاسي وې.

هغه وویل:«لومړی په افغانستان کې دغې ادارې پرېکړه د وخت پر بنسټ نه بلکې د شرایطو پر بنسټ ونیوله. موږ په دې پوهېږو او د هغه په هلکه مو ډېر وخت خبرې کړې دي.»

ښاغلي مک کنزي د هغه په ځواب کې وویل:«موږ اوس په افغانستان کې د ملاتړ، مشورې ورکړې او همکارۍ ماموریت پای ته رسوو. موږ په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو دوام لپاره د پلان جوړونې په هڅه کې یوو. چې افراط پاله سازمانونه چې په افغانستان کې د خپل پایښت په لټه کې دي، تر دوامداره فشار او څارنې لاندې وي.»

هغه د امریکايي ځواکونو له وتو وروسته، په کابل کې د امریکا د سفارت د ساتلو په هکله د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغوی د دغه سفارت ساتلو ته ژمن دي خو زیاته یې کړه چې د هغه امنیت د کوربه هېواد له مسوولیتونو څخه دی.

هغه زیاته کړه:«د یوه سفارت امنیت د کوربه هېواد مسوولیت دی. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زموږ ډېری سفارتونه کم پوځي حضور لري د دې لپاره چې کوربانه هېوادونه خپل مکلفیتونه ترسره کوي. دا د اندېښنې یوه موضوع ده. چې ایا په افغانستان کې راتلوونکی حکومت زموږ له وتو وروسته د دغه کار وړتیا لري که نه. دا موضوع تر راتلوونکو څو اوونیو زموږ له وتو سره هم مهاله به معلومه شي او موږ به وضعیت وڅېړو.»

جنرال مک کنزي وايي چې افغان ځواکونه په دې وروستیو کلونو کې د امریکا او نورو هېوادونو له خوا ملاتړ سره عادت شوي دي. او دا د هغوی د وړتیا د کمښت لامل کېږي.

شریک یي کړئ