Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوندي وتلو لپاره سیمې ته د امریکا د بي ۵۲ الوتکو لېږد

امریکایي رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې شپږ بي ۵۲ (B-52 ) بم غورځونکې الوتکې او له افغانستانه د ناټو او امریکایي ځواکونو د وتلو د امنیت نیولو لپاره ځانګړي ځمکني ځواکونه به سیمې ته ولېږدوي.

ځینو امریکایي چارواکو ویلي، چې امریکا شاوخوا زر سرتېري افغانستان ته لېږي څو امریکایي ځواکونه په خوندي توګه له افغانستانه ووځي.

د دې ترڅنګ، د امریکا پوځ افغانستان ته بم غورځونکې الوتکې لېږي، چې د وتلو پر وړاندې له هر ډول ګواښه مخنیوی وشي.

د بلومبرګ امریکایي رسنۍ راپور ورکړی، چې دوه بم غورځونکې الوتکې افغانستان ته نږدې سيمې ته رسېدلې دي.

له دې سره، د امریکا د الوتکو د لېږد یوه کښتۍ هم خلیج ته رسېدلې څو له هغه ځایه وکړای شي، چې په افغانستان کې خپلې موخې په نښه کړي.

له بلې خوا د اسوشیټډ پرس خبري اژانس ویلي، چې د سي آی ای رییس تازه له افغانستانه لېدنه کړې.

د سي آی اې د رییس د دغه سفر موخه افغانستان ته د ترهګرو پر ضد د واحدو ځانګړو مسوولیتونو د سپارنې څرنګوالی ویل شوی دی.

د ځینو امریکایي چارواکو په وینا، د ترهګرو په وړاندې له هغو شپږو واحدونو چې په افغانستان کې سي آی اې زده‌کړه ورکړې، یوازې د دوه واحدو مسوولیت افغانستان ته سپارل شوی.

په همدې حال کې، د امریکا مرکزي قومندانۍ قومندان کېنت مک‌کنزي ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو له وتو وروسته هم امریکایي ځواکونه به په دغه هېواد کې د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه ترسره کوي.

مک‌کنزي زیاته کړې ده، له افغانستانه د امریکا د شاتګ وروسته به واشنګټن هغه مهال د بې پیلوټه الوتکو له لارې د بریدونو ترسراوي حق ولري څو چې د امریکا ګټو ته کوم ګواښ ونه لېدل شي.

هغه ویلي، چې د امریکا پوځ د خلیج په ګډون د سیمې له هېوادونو به پر افغانستان هوایي بریدونه کوي.

د امریکا پوځ افغانستان ته بم غورځونکې الوتکې لېږي، چې د وتلو پر وړاندې له هر ډول ګواښه مخنیوی وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه