Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې په درېیو جلا بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي دي

پولیس وایي، په کابل کې په درېیو جلا بریدونو کې د څلورو پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، څلور تنه امنیتي سرتېري نن سهار د پغمان ولسوالۍ په پنجه چنار سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوي.

په ورته دوه نورو بریدونو کې د ریشخور په قلعه شیرخان کې یو دولتي کارکوونکی او د کابل په څلورمه حوزه کې د پوهنتون یواستاد ووژل شو.

دغه بریدونه نن سهار او تېر ماښام شوي دي.

د کابل پولیس وایي، د دغو پېښو په تړاو څېړنې روانې دي.

لاتراوسه کومې ډلې د دغو پېښو مسوولیت پر غاړه نه دی.

دغه درې پېښې نن سهار او تېر ماښام د کابل په څلورمې امنیني حوزه کې، په پغمان ولسوالۍ او د کابل په ریشخور سیمه کې شوي دي.

شریک یي کړئ