Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي چارواکي: د بهرنیو ځواکونو وتو سره به ستونزه رامنځته نه شي

د هېواد جګپوړي امنیتي او دفاعي چارواکي ډاډ ورکوي چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتو سره، کومه ستونزه رامنځته نه شي او امنیتي ځواکونه د ټولو ترهګرو ډلو په وړاندې د درېدو وړتیا لري.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار چې نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر، دفاع وزارت سرپرست او همدارنګه د ملي امنیت له عمومي رییس سره په یوې ګډې خبري ناسته کې وینا کوله ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه اوس سمبال او ځواکمن دي.
      
هغه په دې هکله زیات کړه:«ستونزې به خامخا وي. کوم وخت وو چې ستونزې نه وې! څلوېښت کاله کېږي چې افغانستان له ستونزو سره مخامخ دی او اوسنۍ ستونزې داسې څه نه دي چې زموږ له وسه لوړ وي.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیا هم ویل چې اوس بهرني ځواکونه یوازې د بګرام، بلخ او کابل په پوځي اډو کې حضور لري.

د هغه په وینا په دې وروستیو کې  افغان ځواکونو ته شپږ «اې ۲۹» جنګي الوتکې سپارل شوې دي:«د «ای اېس ای» د تبغلیاتو تر اغېزې لاندې مه ځئ. هغوی (د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه) دغه پېچلي عملیات چې پردي هېوادونه یې پلان وي، همدا زمریان دي چې دفاع کوي.» 
 
بلخوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وایي چې په هوایي برخه کې ځينې ستونزې شته چې په راتلونکو څو میاشتو کې به پرې غور وشي، خو اوس مهال د هېواد هوایي ځواکونه تر ۱۶۰ زیاتې بېلابېلې الوتکې لري او ټاکل شوې ده چې بهرني ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته د یو مېلیارد ډالرو په ارزښت خپل تجهیزات افغان حکومت ته وسپاري.

بل خوا اسوشيټډ پرس خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا د استخباراتو له لوري د افغان حکومت ته د شپږو روزل شویو پوځي قطعو د مسوولیت د سپارلو په هکله د سي آي اې رییس څو ورځې وړاندې کابل ته پټ سفر کړی دی.

په دې غونډه کې د ملي امنیت عمومي رییس د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافونو د شتوالي خبره هم وکړه.

شریک یي کړئ